د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

په جګړو کې د ماشومانو د خوندیتوب په اړه د دفاع وزارت نوې پالېسي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د نوې پالېسۍ پر اساس هڅه کېږي چې په وسله‌والو نښتو او د محاربوي عملیاتو د ترسره کېدو پر مهال د ماشومانو د ژوند خوندیتوب ته توجه زیاته شي.

د چاودنو، هوايي او ځکمنیو او د کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې د ماشومانو د ژوند خوندیتوب هغه موارد دي چې د دفاع وزارت په نوې پاليسۍ کې په پام کې نیول شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۶» ازادي راډيو ته وویل چې دا پاليسي دفاع وزارت ترتیب کړې او د کورنیو چارو وزارت سره به په ګډه عملي شي.

دولت وزیري
دولت وزیري

نوموړي زیاته کړه:

"د دفاع وزارت د پالېسۍ له مخې د محاربوي فعالیتونو پر مهال چې وګړو په ځانګړي ډول ماشومانو ته مرګ ژوبله رسېږي، باید مخه‌یې ونیول شي یعنې په دې پالېسۍ کې ورته تدابیر په نظر کې نیول شوي دي ترڅو ماشومان د محاربوي عملیاتو پر مهال زیانمن نه‌شي."

په وسله‌والو نښتو کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په برخه کې د دې نوې پالېسۍ د عملي کولو هوکړه‌لیک د تېرې چهارشنبې په ورځ د دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو د مسؤلینو ترمنځ لاسلیک شو.

ښاغلی وزیري وايي، په دې اړه د دواړو وزارتونو له هوکړې وروسته اوس دا پالېسي د عملي کېدو وړ ده.

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په وسله‌والو نښتو کې د ماشومانو د ژوند د خوندیتوب دا پالېسي به د سمینارونو له لارې د قطعاتو له قوماندانانو سره شریکه شي او د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د ځواکونو د محاربوي عملیاتو پر مهال به عملي کېږي.

په نا امنه سیمو کې د وسله‌والو نښتو پر مهال د ماشومانو مرګ ژوبله او د جګړې د ښکېلو خواوو له لوري د دوی استخدام هغه موارد دي چې د بشري حقونو د خوندیتوب بنسټونو یې له امله اندېښنه ښودلې.

یوه زخمي افغان ماشومه.
یوه زخمي افغان ماشومه.

د افغان ماشومانو د مرګ ژوبلې زیاتېدو په اړه اندېښنې

م.م: تېر کال په نړۍ کې تر ۸زرو زیات ماشومان په جګړو کې وژل شوي

په اکثرو مواردو کې د حکومت وسله‌وال مخالفین په دې تورن شوي چې د ماشومانو ژوند ته پام نه‌کوي، له هغوی څخه په وسله‌والو فعالیتونو کې استفاده کوي، خو طالبان بیا دغه ادعا ناسمه بولي.

په جګړو او ترورېستي حملو کې له ماشومانو د استفادې په اړه د افغان حکومت اندېښنه

د وسله‌والو طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل، دوی ماشومان نه‌استخداموي او حتی د وسله‌والو نښتو پر مهال هڅه کوي چې ماشومانو ته زیان ونه‌رسېږي.

په ورته وخت کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون که څه هم د ماشومانو له وضعیت او وسله‌والو شخړو پر مهال د دوی له استفادې اندېښنه لري، خو په دې برخه کې د حکومت له نوې پالېسۍ هرکلی کوي.

ثریا صبحرنګ
ثریا صبحرنګ

د دغه کمېسیون یوې کمېشنرې ثریا صبحرنګ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"موږ د پالېسۍ او د تفاهمنامې له لاسلیک څخه هرکلی کوو، ځکه نن په هغو سیمو کې چې جګړې روانې دي تر ډېره ماشومان په‌کې اغېزمن کېږي."

د اغلې صبحرنګ په خبره ماشومانو ته پام د دوی په لومړیتوبونو کې دی او له دې وړاندې يې هم ورته اندېښنې له اړوند چارواکو سره شریکې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې د هغو ماشومانو چې عمرونه‌یې له ۱۸ کلونو اوړي ۵۰ فیصده په نا امنو سیمو کې ژوند کوي او له روحي او جسمي امنیت څخه برخه‌مند نه‌دي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG