د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

د بوسنیا چارواکي: د پناه غوښتونکو ستونزه په یوه کړکېچ بدلېدی شي


په سارایوو کې یو شمېر پناه غوښتونکي
په سارایوو کې یو شمېر پناه غوښتونکي

بوسنيا هڅه کوي د هغو زرګونه پناه غوښتونکو په وړاندې اقدام وکړي چې هڅه کوي له دغه هېواده ځانونه غربي اروپا ته ورسوي.

د بوسنيا چارواکي او مرستندويه ادارې په دې باور دي چې دغه ستونزه په يوه کړکېچ بدلېدى شي.

د بوسنيا د وزيرانو شورا د سې شنبې په ورځ د پناه غوښتونکو او کډوالو د ستونزو پر حل د بحث لپاره يوه غونډه راوبلله.

د روان ميلادي کال له پيله د سوريې، عراق، ترکيې، الجزاير او افغانستان شااوخوا ٤ زره پناه غوښتونکي بوسنيا ته رسېدلي دي.

خو مرستندويه ډلې وايي، په ٢۰۱۷ میلادي کال کې د دغسې پناه غوښتونکو شمېر يوازې ٧٥٥ تنو ته رسېده.

اکثريت پناه غوښتونکي غواړي له بوسنيا څخه کروشيا ته چې د اروپايي ټولنې غړى هېواد دی واوړي او له هغه ځايه ځانونه غربي اروپا ته ورسوي.

بوسنيا کې په سلګونه پناه غوښتونکي په ازاده فضا کې شپې سبا کوي.

خو ١٥٠٠ کسان چې غربي اروپا ته‌يې د تګ مخنيوى شوى، په بوسنيا کې شپې ورځې تېروي.

د بوسنيا هرزګوېنا حکومت دغو پناه غوښتونکو ته د سرپناه او نورو وسايلو د برابرولو توان نه‎لري، ځکه په سارایوو کې د دغسې کسانو لپاره يوازې يو مرکز شته چې ٢٠٠ بسترونه لري او د بوسنيا د امنيت د وزير دراګان ميکتيچ «Dragan Mektic» په خبره دغه مرکز ته د ورځې له ٨٠ څخه تر ١٥٠ پورې نور کسان ور روان دي.

دراګان ميکتيچ
دراګان ميکتيچ

د کډوالۍ نړيوال سازمان يا «IOM» وايي، اټکل کېږي چې بوسنيا ته ښايي په اوونۍ کې له ٣٥٠ څخه تر ٤٠٠ پورې د نويو پناه غوښتونکو تګ ادامه ومومي.

د پلازمېنې سارایوو په مرکزي پارک کې په لسګونه کسان په پرانیستې فضا کې شپې سبا کوي، يا يې هم په کوچنيو خیمو کې اړولي دي.

د سارایوو اوسېدونکي له دغو کسانو سره د خوراک او کاليو مرسته کوي.

د اروپا د بشري حقونو د شورا کمېشنرې دنيا مياتوويچ «Dunja Mijatovic» د تېرې سې شنبې په ورځ د بوسنيا چارواکو ته په يوه ليک کې شکايت کړى چې د دې ستونزې د حل لپاره منظمه هڅه نه‎کېږي.

هغې د هغو کورنيو يادونه کړې چې له خپلو ماشومانو سره پر سړکونو ویده کېږي او خوراکي مواد نه‌ور رسېږي.

مېرمن مياتوويچ ويلي چې په‎دې اړه اندېښمنه ده او دا حالت دغسې دوام نه‎شي کولاى.

دنيا مياتوويچ
دنيا مياتوويچ

د کډوالۍ په نړيوال سازمان کې د بشري حقونو يوه بل چارواکي ويلي، هر څومره چې دا وضعيت دغسې دوام کوي، په هماغه اندازه په دغه هېواد کې د بشري بحران خطر پراخېږي.

په ٢٠١٥ میلادي کال کې تر يو میليون زيات پناه غوښتونکي د بالکان حوزې له طريقه اروپا ته رسېدلي، خو وروسته د بالکان حوزې هېوادونو د پناه غوښتونکو او کډوالو په وړاندې خپل سرحدات وتړل.

په روان ميلادي کال کې زيات پناه غوښتونکي هڅه کوي، د ترکيې او يونان له لارې ځانونه نورو اروپايي هېوادونو ته ورسوي.

هغه پناه غوښتونکي چې هڅه کوي کروشيا ته داخل شي، د پوليسو له خراب چلنده شکايت لري او وايي، ځينې يې د پوليسو له‌خوا وهل ټکول شوي، پيسې او نور شيان‌يې ورڅخه لوټل شوي دي.

د بوسنيا په شمال لوېديځ کې په يوه کمپ کې له ٢٠٠ څخه تر ٢٥٠ پورې پناه غوښتونکي ژوند کوي، خو دوى وايي د سارایوو په نسبت چې خلک پر سړکونو ویده کېږي، دلته وضعيت بهتره دى.

XS
SM
MD
LG