نړۍ
د بوسنیا د کروات ځواکونو قوماندان سلوبودان پرالياک ساه ورکړه
د کرویشیا «خرواتیا» د دولتي ټلوېزیون په وینا، په پخوانۍ یوګوسلاویا کې د کورنۍ جګړې پرمهال، د بوسنیا د کروات ځواکونو قوماندان سلوبودان پرالياک ساه ورکړه.
سلوبودان پرالياک د پخوانۍ یوګوسلاویا لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې جنايي محکمې په شل کاله بند محکوم کړی و.
خو هغه د استېناف غوښتنه کړې وه.
سلوبودان پرالياک نن د محکمې په غونډه کې د حکم تر اعلان وروسته يې نارې کړې چې مجرم نه دی او یو بوتل يې پرسر واړاوه چې د هغه په وینا له زهرو ډک و.
سلوبودان پرالياکنارې کړې چې "سلوبودان پرایلاک جنګي جنایت نه دی کړی، زه ستاسو حکم ردوم."
هغه وروسته یو بوتل پر غاړه واړاوه او ويې ویل:"ما زهر وڅښل."
له دې سره سم، د محکمې غونډه لغو شوه او سلوبودان پرایلاک د محکمې له خونې وایستل شو.
د محکمې یوه ساتونکي خبریالانو ته وویل چې پرایلاک ژوندیاو تر طبي څارنې لاندې دی.
د محکمې ساتونکي د خپل نوم له څرګندولو او د نورو جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.
خبریالانو ویلي چې د محکمې د ودانۍ مخکې یو امبولانس موټر، د اور وژنۍ یا اطفايې موټر او د بېړنیو روغتیايي مرستو ځانګړي مامورین لیدل شوي دي.
سلوبودان پرالياک څلورکاله مخکې دملګرو ملتونو ځانګړې جنايي محکمې په نوولس سوه دري نویم میلادي کال کې په موستار ښار کې د یوه تاریخي پله د نړولو او جنګي جرمونو له امله په شل کاله زندان محکوم کړ.
سلوبودان پرالياک د استېناف غوښتنه کړې وه چې هغه هم نن رد شوه.
په بوسنیا کې د "ستاري موست" په نوم تاریخي پل په شپاړسمه پېړۍ کې پر سیمه د عثماني امپراطورۍ د واکمنۍ پرمهال جوړ شوی و.
سره له دې چې د کرویشیا دولتي ټلوېزیون ویلي چې سلوبودان پرایلاک مړ شوی، د هالنډ پولیسو دا خبر لا نه دی تائید کړی.
سلوبودان پرالياک ۷۲ کلن و.
پخواني معلومات
په هاګ کې د پخوانۍ يوګوسلاويا لپاره د ملګرو ملتونو د جنګي جنايتونو د څېړنې د ځانګړې محکمې قاضيانو نن خپلې څېړنې وځنډولې.
دا څېړنې وروسته له هغې وځنډېدې چې د بوسنيا د شپږو کروېشيايي رهبرانو له ډلې يوهيې د محاکمې پر مهال خولې ته يو بوتل نږدې کړ او په نارو يې وويل چې زهر څښي.
سلوبودان پرالياک له ١٩٩٢ څخه تر ١٩٩۵میلادي کاله پورې په بوسنيا کې د کروېشيايي ځواکونو پخوانى قوماندان و.
نن چې يې د زهرو څښلو خبردارى ورکړ، په شل کاله بند محکوم شو.
هغه نارې کړې، سلوبودان پرالياک يو جنګي مجرم نهدى، زه د محکمې فيصله نهمنم.
له دې سره قاضي کارميل اګيوس ناڅاپه د محاکمې جريان ودراوه.
د محکمې يوه مقام وروسته وويل، سلوبودان ژوندى دى او بستر شوى دى.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پر اسراییل د ایران توغندیز برید او د ټرمپ غبرګون
د یکشنبې په ماښام په اسراییلو باندې د ایران د توغندیو د برید له اعلان وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اکسیوس له خبریال سره په یوه تلیفوني مرکه کې وویل: "زه همدا اوس بي بي (بنیامین نتانیاهو) ته زنګ وهم او ورته وایم چې غچ وانخلي. دواړو خواوو خپل کار کړی دی. اسراییل خپل برید کړی او ایران خپله حمله کړې. د بل برید اړتیا نشته."
ډونالډ ټرمپ په مرکه کې زیاته کړه: "د ایران بریدونو هیچا ته زیان نه دی رسولی. زه هیله لرم چې اسراییل غچ وانخلي. که بي بي (بنیامین نتانیاهو) ځواب ورکړي، نو دا به دوام ومومي لکه په تیرو ۴۷ کلونو کې، یا حتی په تیرو ۳۰۰۰ کلونو کې او همداسې به دوام ومومي."
ټرمپ زیاته کړه: "موږ له ایران سره وروستۍ معاملې ته ډیر نږدې یو. دا به یوه ښه معامله وي. زه نه غواړم چې دا بهیر د هغه څه له امله چې اوس پیښیږي له منځه لاړ شي."
دا پیښه څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې اسراییلي پوځ د بیروت په سویل کې د ضاحیه سیمه په نښه کړه، او ایران ګواښ وکړ چې د برید ځواب به ورکړي.
یوې ایراني سرچینې هم رویټرز ته وویل چې "ایران به د اسراییلو هر برید ته په ډیر سخت ځواک سره ځواب ورکړي."
د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې تر دې دمه یې د ایران لخوا توغول شوي ټول توغندي شنډ کړي دي.
ټرمپ وايي له ایران سره احتمالي تړون به د تهران د کنګل شویو شتمنیو د سمدستي خلاصون لامل نشي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي له ایران سره احتمالي تړون به د تهران د کنګل شویو شتمنیو د سمدستي خوشې کیدو لامل نشي.
ولسمشر ټرمپ له ان بي سره په یوه مرکه کې چې یکشنبه خپره شوه د ایران کنګل شویو شتمنیو ته په اشارې وویل: «که چېرته مناسب چلند وکړي بیا به یې په اړه خبرې وکړو.»
دا وروسته له هغه چې د ایران د رهبر پوځي سلاکار محسن رضايي د جمعې په ورځ له سي ان ان CNN سره په یوه مرکه کې ټینګار وکړ چې هوکړې ته د رسېدو لپاره باید امریکا د ایران ۲۴ میلیارد ډالره کنګل شوې شتمني خلاصه کړي.
ټرمپ دا هم وویل که تهران د درې میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره هوکړې ته ورسیږي نو واشنګټن به له ایران سره د خورا غني شویو یورانیمو د زیرمو د راټولولو او له منځه وړلو لپاره همکاري وکړي.
هغه زیاته کړه چې امریکا د ایران د اټومي فعالیتونو د څارنې وړتیا لري.
په اسراییل کې د ډزو له کبله یو تن وژل شوی او پنځه نور ټپيان شوي
د اسراییل په مرکزي سیمه کې د ډزو له کبله یو تن وژل شوی او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د اسراییل پولیسو ویلي چې بریدګر هم وژل شوی، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
رویټرز د اسراییل د امبولانس خدمتونو په حواله ویلي چې د ډزو نننۍ پیښه کې د دوو تنو ټپيانو وضعیت نازک دی.
د ډزو مسولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو حماس، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، دا برید ستایلی دی.
د پاکستان د پوځ مشر د ایران مشر مجتبی خامنه ای ته لیک استولی
د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د ایران مشر مجتبی خامنه ای ته لیک استولی دی.
ایراني رسنیو نن یکشنبې هغه ویډیو خپره کړې چې په کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي چې له پاکستانه يې مهم پیغام ایران ته وړی دی.
د نقوي په ټکو،"فکر کوم دا پیغام، مهم پیغام دی او هیله مند یم چې هر څه ښه مخته لاړ شي او پایته ورسیږي".
د ایران او اسراییلو ترمنځ په تیرې درې میاشتنۍ جګړه کې د مجتبی خامنه ای له ټپي کیدو وروسته نه په عام محضر کې لیدلی شوی او نه يې کوم غږیز او ویدیو پیغام خپور شوی.
پاکستان په وروستیو کې د امریکا او ایران ترمنځ د سولې د مذاکراتو منځګړیتوب په غاړه درلوده.
د فوټبال نړیوال جام لوبې د شکیرا له سندرې سره پرانیستل کیږي
د نړۍ یوه نامتو سندرغاړې شکیرا به روانه اونۍ پنجشنبه( د جون په ۱۱مه) په مکسیکو کې د فوټبال د نړیوال جام لوبې د پرانیستو په مراسمو کې سندره ووایي.
د فوټبال نړیوال فدراسیون( فیفا) اعلان وکړ چې د ۲۰۲۶ کال د فوټبال د نړیوالې اتلولۍ رسمي سندره چمتو ده او د پاپ موسیقي کولمبیایي سندر غاړې شکیرا به یې د مکسیکو په « استادیو ازتیکا» لوبغالي کې د سټیج پر سر اجرا کړي.
د فوټبال د نړیوال جام د پرانیستو له مراسمو وروسته به لومړۍ لوبه د کوربه مکسیکو او جنوبي افریقا د لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
د ۲۰۲۶ کال د فوټبال په نړیوال جام کې د ۴۸ هیوادو ټیمونو برخه اخیستې ده چې د مکسیکو، د امریکا د متحد ایالتونو او کاناډا په کوربتوب ترسره کیږي.
ناټو د خپلو دوو نویو غړیو هیوادو شاوخوا تمرینات پيل کړي
د ناټو پلیو ځواکونو د سویډن او فنلنډ شاوخوا د شنبې په ورځ تمرینات پیل کړل.
د اروپا لپاره د ناټو قوماندان امریکایي جنرال الیکسس ګرینکویچ په یوه بیان کې وویل چې د سویډن او فنلنډ شاوخوا سیمه چې د ناټو د شمال ختیځې څنډې برخه ده ډیره ستراتیژیکه ده.
سویډن او فنلنډ د بالتیک سمندرګي پر غاړه پراته دي چې له دې اوبو روسیي جنګي بیړۍ د سینت پیترزبورګ او کالینګراد لور ته ځي.
فنلینډ، چې له روسیې سره ګډه پوله لري، د دوهمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د شوروي اتحاد له ځواکونو سره دوه ځله جګړه هم کړې ده.
د دې تمریناتو د پایته رسیدو نېټه نه ده مشخصه شوې، ناټو وایي چې دا هڅې د وار له مخه دایمي دفاعي حضور لپاره دي.
په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د روسیې له بشپړ یرغل وروسته سویډن او فنلنډ له ناټو سره یوځای شول.
روسیې او پاکستان د غیرقانوني مهاجرت پر مخنیوي موافقه وکړه
پاکستان او روسیې د غیرقانوني کډوالو د مخنیوي لپاره د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړه
پاکستان او روسیې د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي او د امنیتي همکاریو د پراخولو لپاره یوه نوې هوکړه لاسلیک کړې ده.
دا موافقه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د روسیې د کورنیو چارو وزیر ولادیمیر کولوکولڅیف ترمنځ د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشریزې په څنډه کې، چې په قرغیرستان کې جوړه شوې وه، لاسلیک شوه.
سنتکام: د ایران شپږ توغندي شنډ شول، اووم خپل هدف ته ونه رسېد
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) په تازه اعلامیه کې ویل شوي چې د ایران له لوري اووه بالستیک توغندي توغول شوي وو؛ له دې ډلې شپږ توغندي شنډ شوي او اووم هم خپل ټاکلي هدف ته نه دی رسېدلی.
سنتکام ویلي چې تر اوسه د امریکايي ځواکونو د زیانمنېدو هېڅ راپور نه دی ترلاسه شوی او هغه ادعاوې یې رد کړې چې ګواکې د امریکا د پنځم سمندري ځواک مرکز په بحرین کې زیانمن شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، امریکايي ځواکونو د جون په ۵مه د ایران له خوا د هرمز تنګي او د خلیج سیمې پر لور توغول شوي څو بالستیک توغندي او بېپیلوټه الوتکې شنډې کړې. سنتکام زیاتوي چې تر دې څو ساعته مخکې یې څلور ایراني ځانمرګي ډرونونه هم نسکور کړي وو.
بیان وایي، دغو ډرونونو د سیمې سمندري تګراتګ ته ګواښ رامنځته کړی و. وروسته امریکايي ځواکونو د نورو احتمالي سمندري بریدونو د مخنیوي لپاره د ایران د ساحلي څار رادارونه په قشم ټاپو او ګروک کې په نخښه کړل.
سنتکام ټینګار کړی چې ځواکونه یې لا هم چمتو او په بشپړه توګه بیدار دي او د ایران د هر ډول برید پر وړاندې به د ځان د دفاع لپاره مناسب غبرګون وښيي.
د لبنان ولسمشر ایران ته: د لبنان په چارو کې لاسوهنه مه کوئ
د لبنان ولسمشر جوزیف عون له ایران څخه غوښتي چې د لبنان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. ده ټینګار کړی چې د حزب الله او اسرائیل ترمنځ د شخړې د حل یوازینۍ لار دیپلوماسي او خبرې اترې دي.
عون پرون (جمعه) په یوه مرکه کې ویلي: «دا ستاسو هېواد نه دی، دا زموږ هېواد دی؛ زموږ په چارو کې لاسوهنه ستاسو دنده نه ده.»
هغه زیاته کړې چې ایران له امریکا سره په خپلو مذاکراتو کې لبنان د فشار د وسیلې په توګه کاروي، چې د ده په وینا د منلو نه ده.
د لبنان ولسمشر همداراز حزبالله ته په اشارې ویلي چې باید درک کړي چې د ستونزو د حل او د هېواد د ژغورلو لپاره له خبرو اترو او دیپلوماسۍ پرته بله لار نشته.
دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه شوې چې ایران یو ځل بیا د حزبالله ملاتړ اعلان کړ او د لبنان له جنوب څخه یې د اسراییلي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه.
امریکا حزب الله د ترهګرې ډلې په توګه پېژني، خو اروپايي اتحادیه یوازې د دې ډلې پوځي څانګه ترهګره ګڼي.
د لبنان په جنوب د اسرائیلو نوی برید
دلبنان په جنوب کې خلکو ته دتخلیې له خبرداري وروسته داسراییلو هوايی ځواکونو د جمعې په ورځ په سیمه کې یو کلی باندی برید وکړ.
دغه برید په داسې حال کیږي چې د لبنان د حزب الله مشر داسراییلو او لبنان د حکومت ترمینځ مشروط اوربند رد کړی دی.
نعیم قاسم دیوه جامع اوربند او دلبنان د جنوب څخه د اسرائیلي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې او داسراییلو په شمال باندې یې دبریدونو ګواښ هم کړی دی.
متحد ایالات دلبنان حزب الله گوند یو ترهه ګر سازمان ګڼي خو اروپايي اتحادیه یې یواځي پوځي څانګه ترهه ګره ګڼي.