د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۱

خلک: په کندز کې د "روشن" او "سلام" مخابراتي شبکو ۲۴ ساعته خدمتونه بند شوي


په کندز ولایت کې خلک شکایت کوي چې له دوه ورځو راهیسې د "روشن" او "سلام" مخابراتي شبکو ۲۴ ساعته خدمتونه بند شوي چې له کبله‌یې خلکو ته ډېرې ستونزې زېږولې دي.

دغه دوه مخابراتي شبکې په‎داسې حال کې غیر فعالېږي چې د ۹ میاشتو راهیسې د دغه ولایت په کچه د مخابراتي شبکو سیستم د مازیګر له ۴ بجو د سهار تر ۷ بجو پورې غیر فعاله وي او له کبله‎یې خلک د شپې له‎خوا انټرنټ او مخابراتي شبکو ته لاسرسی نه‎لري.

د کندز دوو تنو اوسېدونکو هر یو اسدالله او نظر محمد ازادي راډيو ته وویل:

"له دوه ورځو راهیسې په کندز کې د «سلام» او د «روشن» مخابراتي شبکې بندې شوې دي، دم‎ګړۍ موږ نه‎شو کولای چې انټرنټ وکاروو او همدا شان نه‎شو کولای چې له خلکو سره اړیکه ونیسو."

"له ۹ میاشتو راهیسې په کندز کې مخابراتي شبکې د شپې له‎خوا غیر فعال دي او په دې دوو ورځو کې د «سلام» او «روشن» شبکې د ورځې له‎خوا خرابې شوي او دغې مسئلې خلک له ډېرو ننګونو سره مخ کړي، موږ له دولته غواړو چې دغې ستونزې ته د حل‎لاره پیدا کړي."

د دې ولایت خلک وايي چې د کندز سیمه‎ییزو چارواکو په وار وار له خلکو سره ژمنې کړې وې چې ډېر ژر به د مخابراتي شبکو ستونزو ته د پای ټکې ږدي، خو لا دغه ژمنې نه‌دي عملي شوي.

اوس‎مهال په کندز کې یوازې د «افغان بیسیم»، «اتصالات» او «اېم. ټي. اېن» مخابراتي شکبې فعاله دي، خو دغه درې شبکې هم د شپې له‎خوا غیر فعاله وي.

د کندز یو تن اوسېدونکی سید عمر د مخابراتي شبکو د ستونزو په اړه وايي:

"د مخابراتي شبکو په غیر فعالېدو سره خلک له ډېرو ستونزو سره مخ شوي، ځکه کندز یو ناامن ولایت دی، هره ورځ په‎کې جنګ او جګړې وي او نه‎شو کولای چې له یو بله خبر واخلو، دولت باید د کندز خلکو ستونزو ته رسیدګي وکړي."

خو له دې وړاندې ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‎والو طالبانو ویاند معرفي کوي، رسنیو ته ویلي و چې په کندز کې د شپې له‎خوا د مخابراتي شبکو پر فعالیتونو د دوی له‎خوا بندیز لګول شوی دی.

خو د کندز سیمه‎ییز چارواکي وايي چې امنیتي ارګانونو په‎دې اړه خپلې هڅې پیل کړي او ډېر ژر به دغې ستونزې ته د پای ټکې کېښودل شي.

خو دا روښانه نه‎ده چې کله به دغې ستونزې ته د پای ټکی کېښودل شي، ځکه له دې وړاندې هم د کندز سیمه‎ییزو چارواکو ویلي وو چې ډېر ژر به دغه ستونزه هواره کړي، خو لا یې څرک نه‌لیدل کېږي.

خو سره له ډېرو هڅو ازادي راډیو ونه‌توانېده چې په‎دې اړه په کندز کې د مخابراتي شبکو د چارواکو نظر هم واخلي.

د کندزیانو په وینا چې د مرکزي حکومت او د سیمه‎ییزې ادارې د بې‌غورۍ له کبله هره ورځ په دغه ولایت کې ستونزې او ننګونې مخ په زیاتېدو دي، خو دولت‌یې پر وړاندې چوپتیا غوره کړې او دغو ستونزو د خلکو ژوند له بېلابېلو ننګونو او ستونزو سره مخ کړي دي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG