د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۱

د کندز اوسېدونکي: د مخابراتي شبکو د بندېدو ۴ میاشتنۍ ستونزه لا نه‌ده هواره شوې


په کندز کې له څلورو میاشتو راهیسې د وسله‌والو مخالفینو د ګواښونو له کبله د شپې له‌خوا مخابراتي شبکې خپل فعالیتونه بندوي.

د کندز اوسېدونکي وايي چې د شپې له‌خوا د مخابراتي شبکو بندېدو دوی له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی وايي، د کندز چارواکو نه‌یوازې دا چې تر دا مهاله‌یې دغه ستونزه نه‌ده هواره کړې، بلکې د بې‌غورۍ له امله‌یې یاده ستونزه نوره هم پراخه شوې ده.

د کندزیانو په وینا چې په دې ورځو کې مخابراتي شبکې خپل فعالیتونه د ماسپښین له ۳ بجو د سهار تر ۶ بجو پورې بندوي چې له کبله‌یې د خلکو پر وړاندې ډېرې ستونزې زېږولې دي.

خلک: د مخابراتي شبکو بندېدو له ستونزو سره مخ کړي یو.
خلک: د مخابراتي شبکو بندېدو له ستونزو سره مخ کړي یو.

د دې ولایت دوو تنو اوسېدونکو میرویس او غلام حیدر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"پخوا چې وو سیمکارټونه د مازیګر ۵ بجې قطع کېدل، خو اوس د ورځې پر ۳ بجو بندېږي او سیمکارټونه کار نه‌کوي. موږ له دولت څخه غواړو چې دغه ستونزه هواره کړي، ځکه خلک‌یې له ډېر ننګونو سره مخ کړي دي او که چېرې موږ ته ناروغ پیدا شي او کوم لوري ته د سفر په حال کې واوسو، نو خپل کورنۍ ته احوال نه‌شو ورکولای."

"پخوا مخابراتي شبکو خپل فعالیتونه د مازیګر پر ۵ بجو بندول، خو اوس د ماسپښین پر ۳ بجو بندېږې چې دغې مسئلې د خلکو پر وړاندې ډېرې ستونزې زېږولې دي. دولت باید د دغې ستونزې په لیرې کولو کې جدي ګامونه پورته کړي."

بل‌خوا د کندز والي اسدالله عمرخېل بیا وايي چې په دې وروستیو کې افغان ځواکونو په دې ولایت کې وسله‌والو مخالفانو ته د شپنیو عملیاتو پر مهال کلکه ضربه ورکړې، نو له کبله‌یې وسله‌والو مخالفینو پر مخابراتي شبکو فشار راوړی، څو خپل فعالیتونه د شپې له‌خوا بند کړي.

اسدالله عمر خېل
اسدالله عمر خېل

نوموړي زیاته کړه:

"د شپنیو عملیاتو پر مهال وسله‌والو مخالفینو ته سخته مرګ ژوبله اوښتې ده او په سیمه کې خلک له دولت سره همکاري کوي، نو په همدې دلیل طالبانو مخابراتي شبکې بندې کړې دي، څو د شپې له‌خوا ارامه خوبونه وکړي."

ښاغلي عمرخېل زیاته کړه چې دوی خپلې هڅې ګړندۍ کړي او په نږدې راتلونکي کې به دغې ستونزې ته د پای ټکی کېږدي.

خو سره له ډېرو هڅو ونه‌توانېدو چې په دې اړه په کندز کې د مخابراتي شبکو د چارواکو نظر هم واخلو.

خو وسله‌والو مخالفینو بیا ويلي چې د دولتي ځواکونو شپني عملیات دا په ډاګه کوي چې د دوی اړوند کسان د مخابراتي شبکو له لارې څارل کېږي، نو په همدې دلیل ټولو مخابراتي شبکو ته‌یې خبرداری ورکړی، څو خپل ټول انتنونه پر ټاکل شوي وخت بند کړي.

په کندز کې مخابراتي انتن.
په کندز کې مخابراتي انتن.

خلک بیا وايي چې وسله‌والو مخالفینو د خپل تر واک لاندې سیمو کې د ځینو مخابراتي شبکو انتنونه د هغوی له فرمانه څخه د سرغړونې له کبله ويجاړ کړي دي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG