د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۱

طالبانو په کندز کې د شپې له خوا پر مخابراتي شبکو بندیز لګولی


په کندز ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا د شپې له پلوه د مخابراتي شبکو د فعالیت بندېدو د دغه ولایت اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د کندز اوسېدونکي وايي چې د مخابراتي شبکو په بندېدو سره اېنټرنټي خدمتونه هم پرې کېږي.

دوی وايي له یوې اوونۍ راهیسې مخابراتي شبکې د ماښام له ۵ بجو تر سهاره غیر فعاله وي.

د کندز ښار څو تنو اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل چې یادې چارې اندېښمن کړي او اړوند چارواکي باید دې ستونزي ته جدي پاملرنه وکړي.

هغوی وايي:

"۱- مخابراتي شبکې د شپې له خوا کار نه کوي، خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي، همدارنګه اوس په کندز کې امنیتي وضعیت هم خراب دی او که د شپې له خوا کومه ستونزه پیدا شي، خلک نه شي کولای خپله ستونزه هواره کړي او یا خپلو دوستانو ته احوال ورکړي.

"۲- یوه اوونۍ کېږي چې په کندز کې د ماښام له ۵ بجو څخه تر سهاره مخابراتي شبکې کار نه کوي چې له کبله یې خلکو ته ډېرې ستونزې پیدا شوي دي او که د شپې له خوا خلکو ته ناروغي پیدا شي، نو نه شي کولای چې ډاکټر راوغواړي او یا ټکسي ته زنګ ووهي او یا خپلو دوستانو ته خبر ورکړي."

په همدې حال کې د کندز د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر محمد معصوم هاشمي صافی هم د شپې له خوا د مخابراتي شبکو بندېدل تاییدوي، خو وايي هڅه به وکړي چې دغه ستونزه ژر تر ژره هواره کړي.

ښاغلي صافي ازادي راډیو ته وویل چې د امنیتي ارګانونو له خوا پر دې موضوع کار روان دی او په دې اړه به د مخابراتي شبکو له مسؤلینو سره هم خبرې وکړي، تر څو یاده ستونزه ژر تر ژره هواره کړي.

ښاغلی صافی زیاتوي:

"د دې ستونزې په اړه موږ خپل پلانونه جوړ کړي دي، ځکه یو شمېر مخابراتي پایې په هغو سیمو کې ولاړې دي چې هلته دښمن موجود دی او دښمن د مخابراتي شبکو چارواکو ته خبرداری ورکړی چې د شپې له خوا خپل فعالیتونه بند کړي، خو زموږ کارونه روان دي، څو په کندز کې د خلکو لپاره مخابراتي سیسټم بېرته فعاله کړو."

د ښاغلي صافي د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې روشن، اتصالات، ام. ټي. ان او افغان بېسیم مخابراتي شبکو د وسله والو طالبانو تر خبرداري وروسته د شپې له خوا خپل فعالیتونه بند کړي دي.

په کندز ولایت کې د مخابراتي شبکو د فعالیتونو د ټکني کېدو د ستونزې په اړه مو وغوښتل چې په کندز ښار کې د مخابراتي شبکو د مسؤلینو نظر هم واخلو خو د پرله پسې هڅو سره ـ سره بیا هم په نظر اخیستلو بریالي نه شوو.

یاده دې وي چې په دغه ولایت کې د ګډو افغان ځواکونو له خوا د شپې له خوا د عملیاتو له پیلېدو سره سم، په مخابراتي شبکو او انټرنټي خدماتو کې ستونزې پیدا شوې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې په کندز ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا د شپې له خوا پر مخابراتي شبکو بندیز لګول کېږي، بلکې تر دې مخکې یې هم دا کار کړی و.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG