د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۰۱

په کندز کې د طالبانو لخوا د مخابراتي شبکو بندېدو په اړه اندېښې


د کندز ولایت اوسېدونکي شکایت کوي چې له دوو اونیو راهیسې وسله والو مخالفینو د کندز مرکز برسېره د دغه ولایت په ۹ ولسوالیو کې د شپې لخوا د مخابراتي شبکو پر فعالیت بندیز لګولی چې له کبله یې مخابراتي سیسټم د مازدیګر له ۵ بجو د سهار تر ۷ بجو پورې غیر فعاله وي چې له امله یې خلک له ډېرو ستونزوسره مخ شوي دي.

د کندز ولایت دوو تنو اوسېدونکو عبدالبصیر کاکړ او بشیرساپي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"ټلیفونونه د شپې لخوا خراب شوي دي، خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي، همدارنګه اوس په کندز کې امنیتي وضعیت هم خراب دی او که اوس د شپې لخوا کومه خبره شي، نو خلک نشي کولای خپل ستونزه هواره کړي او یا خپلو دوستان ته احوال ورکړي."

"د څو شپو راهیسې د شپې پرمهال د مخابراتي شبکو انتنونه قطع کېږي او د مازدیګر له ۵ بجو څخه د سهار تر۷ بجو پورې د ټلیفون انتنونه قطع وي زموږ سیم کارټونه انتن نه ورکوي، د دې لپاره دولت د امنیت په راوستو کې پاتې راغلی دی حد اقل د مخابراتي شبکو امنیت خودې تامین کړي."

خو د کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي بیا وايي چې امنیتي ارګانونو په دې اړه خپل کار پیل کړی او ډېر ژر به دغې ستونزې ته د حل لاره پیدا کړي.

د کندز امنیه قوماندان عبدالحمید حمیدي
د کندز امنیه قوماندان عبدالحمید حمیدي

نوموړي زیاته کړه:

"تراوسه په دې برخه کې موږ دقیق معلومات نه لرو چې دغه ستونزه د تخنیکي ستونزو له کبله رامنځته شوې اوکه نور فشارونه دي، نو په دې برخه کې موږ خپل کشفي ارګانونوته دنده سپارلې ترڅو په دې برخه کې خپلې پلټنې وکړي او د مخابراتي شبکو د بندېدو علت او عوامل معلوم کړي."

بل خوا ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو مخالفینو ویاند معرفي کوي وايي چې دوی په دې ولایت کې د شپې لخوا د مخابراتي شبکو پر فعالیتونو بندیز لګولی دی.

په ورته وخت کې یوې امنیتي سرچېنې چې د خپل نوم له اخېستو څخه ډډه کوي، تائیدوي چې د وسله والو مخالفینو د ګواښونو له کبله په دغه ولایت کې مخابراتي شبکې د شپې لخوا خپل فعالیتونه بندوي.

خلک وايي د مخابراتي شبکو بندیدو له ستونزو سره مخ کړي.
خلک وايي د مخابراتي شبکو بندیدو له ستونزو سره مخ کړي.

خو سره له ډېرو هڅو ونه توانېدلو چې په دې اړه په کندز کې د مخابراتې شبکو د چارواکو نظر هم واخلو.

دا لومړی ځل نه دی چې په کندز کې د شپې لخوا پر مخابراتي شبکو بندېز لکول کېږي، ځکه د کندز د لومړي ځل او دویم ځل سقوط نه وړاندې هم د مېزان په میاشتو کې په دې ولایت کې مخابراتي شبکو خپل فعالیتونو یې بند کړي وو.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG