د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۹

مدني فعالان: په هلمند کې د مخابراتي شبکو بندېدل د حکومت کمزوري ده


په هلمند کې د طالبانو په امر د مخابراتي شبکو بندېدل د حکومت پر کمزورۍ دلالت کوي.

د هلمند مدني فعالین وايي، هلمند کې له تېرې یوې اوونۍ راهيسې د وسله والو طالبانو په امر ټولې خصوصي مخابراتي شبکو خپل فعالیتونه بند کړي دي.

په دې اړه په لښکرګاه کي د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر د یوې احتجاجي غونډې په ترڅ کې له وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې نور مخابراتي شبکو ته د فعالیت اجازه ورکړي.

د همږغۍ د مرکز مسؤل خدای نور خانزاد وویل، له تېري یوې اوونۍ راهيسي د ټيلیفوني خصوصي شبکو بندښت یوازې عام ولس او سوداګرو ته زیان اړولی دی.

نوموړي وویل، حکومت دې هم د دې ستونزې د حل په اړه جدي اقدام وکړي، که اړتیا وي د یادو شبکو د دفترونو او انتنونو ساتنه دې وکړي.

یوه قومي مشر حاجي بایزید خان په یاده غونډه کې وویل، حکومت په ښکاره ډول سره ثابته کړه چې کمزوری دی، ځکه په ښار کې د طالبانو امر پلي کېدلو خلک اندېښمن کړي او دې کار ولس په حکومت بې باوره کړی دی.

یوه بل مدني فعال عبدالحق ځواکمن د مخابراتي شبکو په مسؤلینو سربېره په حکومت کلکې نیوکې وکړې او ویې ویل چې مرکزي حکومت هلمند هېر کړی، ټولې ستونزې په دې ولایت کې دي، خو د حل لپاره يې هېڅ څرک نه لیدل کېږي.

ښاغلي ځواکمن زیات کړه:

"د دې ولایت خلک په هره برخه کې ځورېدلي، روغتیا، ښوونې او روزنې او دېته ورته نورې کلیدي برخې له فلج سره مخ دي، دا دی اوس د طالبانو امر په لښکرګاه کې چلېږي چې دا په ښکاره د حکومت ضعف دی."

په دې اړه د مخابراتو رئیس امیدالله زهیر وویل، د مخابراتي شبکو د ستونزو په اړه مو وزارت خبر کړی او هیله مند دی چې یاده ستونزه ژر حل شي.

زهیر وویل چې په دې اړه معلومات نشته چې څومره وخت لپاره به دغه شبکې بندې شوي، خو وایي چې خصوصي شرکتونه په خپلو کارونو کې خپل واک دي.

د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايې، مخابراتي شبکې يې د دولت د عملیاتو لپار بندې کړي چې هغوی استخباراتي ګټې ترې اخلي، کله چې د یادو ستونزو مخه ونیول شي، بېرته به اجازه ورکړي.

XS
SM
MD
LG