نی یا د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړه اداره، یو ځل بیا پر امنیتي ارګانونو غږ کوي چې د خبریالانو پر وړاندې دې د ګواښونو مخنیوي ته استخباراتي او امنیتي تدابیر پراخ او جدي کړي.
د دغې ادارې اجرائیه رئیس محیب خلوتګر د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د روان لمریز کال له پیل راهیسې تراوسه ۱۱ افغان خبریالان په ځان وژونکو حملو او د وسلهوالو مخالفینو په بریدونو کې وژل شوي او امنیتي ارګانونو سره لهدې چې د پېښو د څېړلو ژمنې یې کړي، خو تر اوسه یې د خپلو څېړنو نتایج د وژل شوېو خبریالانو له کورنیو او خلکو سره نهدي شریک کړي.
ښاغلي خلوتګر زیاته کړه:
"موږ تر اوسه پوه نهشو، هغه کسان چې په دندو کې ېې غفلت کړی او لامل شو چې زموږ خبریالان شهیدان شي، دا کسان څوک دي؟ پهدې برخه کې حکومت ولې غلی دی؟ افغان حکومت د قانون ساتونکی دی او که پهدې برخه کې عمل نهکوي، ځواب دې ووايي چې څه کوي؟ د څه په خاطر دی؟ او په څه خاطر د افغانستان له منابعو تنخوا اخلي؟"
ښاغلي خلوتګر دا هم وویل، په کندهار کې د افغان خبریال عبدالمنان ارغند له وژلو وروسته، د هغه ولایت خبریالان ښکاره فعالیت نهشي کولی چې دا د بیان په ازادۍ، د خبریالانو پر روحیه او له رسنیو نه د خلکو پر هیلو ناوړه اغېز کوي.
ښاغلي خلوتګر ټنیګار وکړ چې حکومت دې د کندهار ولایت د خبریالانو پر وړاندې هم ګواښونه لهمنځه یوسي.
حکومت دې د خبریالانو امینت ته تدابیر جدی کړي.
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړې ادارې اجرائیه رئیس، پر ځینو دولتي چارواکو هم انتقاد وکړ چې په لوی لاس پر منتقدو خبریالانو د فعالیت ساحه تنګوي.
ده د بیلګې په توګه وویل، په سمنګان ولایت کې یو خبریال چې په شخصي کارونو کې یې د دولتي موټرو د کارولو عکسونه خپاره کړي، د سمنګان د ولایتي شورا رئیس ګواښلی دی.
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د خبریالانو پر وړاندې وروستیو ګواښونو ته په پام د خبریالانو خوندیتوب ته تدابیر جدي شوي دي.
د دغه وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل:
"څېړنې لا بشپړې نهدي کله چې بشپړې شي، ژمنه مو کړې له خلکو سره به یې شریکې کړو او که په ځینو حالاتو کې په خبریالانو ساحه تنګېږي، دا د رسنیو د تحریم مسئله نهده، بلکې د خبریالانو د مصؤنیت لپاره کار کوو. د کندهار د موضوع په اړه موږ ته رسمي مکتوب راغلی، د خبریالانو د امنیت لپاره له ملي امنیت سره یوځای تدابیر تازه شوي دي."
دا لومړی ځل نهدی چې افغان رسنیز بنسټونه د خبریالانو د وژل کېدو په اړه پر څېړنو او د پېښو د عاملینو پر نیولو ټینګار کوي بلکې پخوا تر دې هم په لګسونه خبریالان د وسلهوالو مخالفینو په بېلابېلو حملو کې وژل شوي چې د رسنیزو بنسټونو په خبره د څېړنو نتایج یې خلکو ته وړاندې شوي نه دي.
راپور: خان محمد سیند