د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۶

بې پولې خبریالان: په ۲۰۱۸کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی په زیاتېدو دی


نن د مې درېیمه د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ ده.

د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې په ۲۰۱۸ کال کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی.

افغانستان په هغو هېوادونو کې شامل دی چې د مطبوعاتو د ازادۍ وضعیت پکې خراب بلل شوی دی.

ملګري ملتونه وايي، د مطبوعاتو ازادي د نورو ټولو ازادیو په څېر په بشپړ ډول نه ده خوندي.

د مطبوعاتو د ازادۍ له نړیوالې ورځې لمانځنه د ډیموکراټيکو ارزښتونو د دفاع او د قانون د حاکمیت په خاطر د خبریالانو د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو د یادښت لپاره هم یوه مناسبه موقع بلل کېږي.

سږ ۲۰۱۸ کال په داسې حال کې د مطبوعاتو د ازادي نړیواله ورځ لمانځل کېږي چې په ۲۰۱۷ کال کې په ټوله نړۍ کې ۷۹ خبریالان وژل شوي دي.

یونیسکو یا د ملګرو ملتونو کلتوري او تعلیمي څانګه وايي چې په ټوله نړۍ کې د خبریالانو دفاع ته ولاړه ده او د هغو خلکو د معافیت پر ضد مبارزه کوي چې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش وايي حکومتونه باید د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب لپاره جدي هڅې وکړي ځکه د ده په خبره د دوی خدمتونه د شفافه او ډیموکراټیکو ټولنو په رامنځته کولو کې ډېر ارزښتمن دي:

انتونیو ګوریش
انتونیو ګوریش

"هغه قوانین چې ژورنالیزم، بیان ازادي او معلوماتو ته لاسرسی خوندي کوي باید تصویب او عملي شي، د ژورنالیستانو پر ضد جرایم باید تر عدلي تعقیب لاندې ونیول شي، په ۲۰۱۸ کال کې د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت زه په حکومتونو غږ کوم چې د بیان ازادي غښتلې کړي او خبریالان خوندي وساتي، د مطبوعاتو ازادي حقیقت ته د رسېدو په خاطر زموږ د درېدو حق دی"

د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ له پنځه ویشتو کلونو راهیسې لمانځل کېږي.

د دې ورځې په مناسبت د بې پولې خبریالانو ټولنې د ۱۸۰ هېوادونو یو تازه لیسټ هم خپور کړی چې پکې د بیان ازادي ښه، لانجمنه، خرابه او ډېره خرابه بلل شوې ده.

ناروې په نړۍ کې لومړی هېواد دی چې د مطبوعاتو ازادي پکې ډېره ښه بلل شوې خو د لیسټ وروستی ۱۸۰ ځای د شمالي کوریا دی چې پکې د مطبوعاتو ازادي نشته او وضعیت یې ډېر خرابه بلل شوی دی.

افغانستان په هغو هېوادونو کې شامل دی چې پکې د مطبوعاتو د ازادي وضعیت خراب دی او دغه هېواد په ټوله نړۍ کې د خبریالانو د خوندیتوب له پلوه په ۱۱۸ مقام کې راغلی دی.

افغانستان په دوو درجو لاندې تګ سره په ۱۱۸ مقام راغلی خو د ۲۰۱۸ کال له پیله د څه باندې لسو افغان خبریالانو وژنه به هرومرو په دې لیسټ کې د افغانستان ځای نور هم ښکته یوسي.

د کابل له تر ټولو پر امنې سیمې نیولې د خوست او کندهار تر ښارونو پورې ژورنالیستان خوندي نه دي او په تېره یوه اوونۍ کې په کابل کې نهه خبریالان په غبرګو چاودنو کې وژل شوي په داسې حال کې چې په خوست او کندهار کې دوه نور خبریالان په ډزو ويشتل شوي او ځای پر ځای یې ساه ورکړې ده.

د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي چې په ۲۰۱۸ کال کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی مخ په زیاتیدوی دی.

دې ټولنې ویلي د رسنیو په وړاندې تاوتریخوالی چې د سیاستوالو له خوا یې په ډاګه ملاتړ کېږي او هم د مستبدو رژیمونو له خوا د ژورنالیستانو د ځپلو هڅو ډموکراسي په خطر کې اچولې ده.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG