د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

ګلوب اینډ میل: ولې باید په کابل کې د نهه خبریالانو مړینې ته ډېره پاملرنه وشي؟


د کابل په وروستیو بریدونو کې د خبریالانو مړینې ته ګڼو رسنیو او د بشري حقونو بنسټونو پاملرنه کړې ده.

ګلوب اینډ میل:

کاناډایۍ ورځپاڼه ګلوب اینډ میل پوښتنه کوي، ولې باید په کابل کې د دوشنبې د ورځې په بریدونو کې د نهه خبریالانو مړینې ته ډیره پاملرنه وشي؟

ورځپاڼه خپله پوښتنه داسې ځوابوي چې دا پېښه ټولنې ته یو څرګند پیغام و چې یوې ډلې د یوه پلان له مخې هڅه وکړه چې تر وسه وسه خبریالانو ته ډېر تلفات واړوي.

د ګلوب اینډ میل په وینا، پکار ده چې دې ټکي ته خلک ډېر پام وکړي چې ولې خبریالان قرباني شي، دوی خو یوازې خبر تر نورو رسوي.

د بخښني نړیوال سازمان:

د بخښني نړیوال سازمان د مې له دریمې سره په یوه وخت چې د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ ده، لیکي، دا ورځ به د زړه ورو افغان خبریالانو لپاره تلپاتې وي.

د دې سازمان په باور افغان خبریالان د کار پر مهال له ګواښ، ارعاب او خشونت سره مخامخ دي.

د جنوب اسیا لپاره د بخښنې د نړیوال سازمان مرستیال مشر عمر وړیاچ وایي، افغان خبریالان د نړۍ له هغو زړه ورو څخه دي چې په خورا بدو شرایطو کې کار کوي.

دغه سازمان د دوشنبې د برید د ټولو قرباني شویو خبریالانو یادونه کوي او د فرانس پرېس اژانس د عکاس شاه مري فیضي په اړه لیکي چې ده په ۲۰۱۴مېلادي کال کې خپل نژدې دوست او همکار سردار احمد د کابل پر سرینا هوټل د برید پر مهال له لاسه ورکړ.

د بخښني نړیوال سازمان د فرشتې محرم دراني په اړه چې ټاکل شوې وه د مې په ۱۵ له ازادي راډیو سره رسماً کار پیل کړي، لیکي، دا په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو ترمنځ یوه منلې او وتلې څېره وه.

ملګرو ملتونو هم د رسنیو د نړیوالې ورځې په مناسبت اعلامیه خپره کړې او لیکي، د دوشنبې د ورځې برید په افغانستان کې د هغو لپاره د خبرداري زنګونه شرنګولي چې د خبریال په توګه کار کوي.

د ملګرو ملتو په اعلامیه کې بیا په ولایتونو کې ښځو ته شته ګواښونه یاد شوي چې ډېر یې پټ پاتیږي.

په اعلامیه کې په کندز کې د روشني ټلوېزیون د خبر د څانګې د مسؤلې صدیقه شېرزۍ په وینا راغلې دي چې په ۲۰۱۵ کال کې چې کله کندز ته طالبان ننوتل نو د دوی وسایل یې مات کړل او ځیني یې ورسره یووړل.

خو صدیقه شیرزۍ بیا هم خبریالي ته ژمنه ده او وایي، هڅه کوي چې د ښځو غږ تر ټولو ورسوي.

اندیڼ ایکس پرېس:

اندیڼ ایکس پرېس ورځپاڼې بیا د هند د صدراعظم نریندرا مودي خبرې د رسنیو د ازادي د ورځې په مناسبت رااخیستې دي چې وایي، د رسنیو ازادي ډیموکراسي خورا پیاوړې کوي.

مودي په خپل پیغام کې چې د دې ورځې په ویاړ یې خپور کړی دی، د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د ساتنې او مصونیت لپاره د هر راز هڅو ژمنه کوي.

XS
SM
MD
LG