د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

افغان او پاکستاني پوځي چارواکو پر یو لړ مسائلو خبرې کړي


د پاکستان او افغانستان ځینو پوځي چارواکو پر یو لړ دوه اړخیزو پوځي مسائلو سربېره د پاکستان ـ افغانستان د پولې پر امنیتي میکانېږم غږېدلي دي.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي دفتر «ISPR» په دې اړه په یوه خپور کړي بیان کې ویلي:"د افغان پوځ یو پلاوي چې مشري یې جنرال امام نظر کوله،د پنجشنبې په ورځ د بلوچستان صوبې مرکز کویټه ته سفر وکړ، په دغه صوبه کې یې د پوځ له ځايي مشر جنرال عاصم سلیم باجوه سره ولیدل او پر یو لړ مسائلو یې ورسره خبرې وکړې."

بیان کاږي چې د پاکستان او افغانستان پوځي چارواکو په دغه لیدنه کې پر دوه اړخیزو امنیتي اندېښنو او د پاک ـ افغان پولې په امنیتي میکانیزم او تنظیم تفصیلي خبرې کړي دي.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي دفتر د بیان له مخې، د پاکستان او افغانستان پوځي چارواکو په دغه لیدنه کې ټینګار کړی: چې"سوله او ثبات یوازې د ګډو هڅو او پرمختللې و پراخې همکارۍ له لارې ترلاسه کېدای شي."

د افغانستان پوځي چارواکو په داسې وخت کې د پاکستان سفر کړی چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې یو ځل بیا خونړي ترهګریز بریدونه شوي دي.

د پاکستان د ملي امنیتي کومېټې د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې وروستي ترهګریز بریدونه غندلي و او له افغان حکومت او ولس سره یې همدردري ښودلې وه.

که څه هم له تېرې اوږدې مودې راهیسې افغان او پاکستاني چارواکي پر یو بل تورونه لګوي چې خاورې یې د یو بل پر ضد کارېږي چې له امله یې د کابل او اسلام اباد اړیکي هم یو څه ترینګلي دي، خو سربېره پر دې په دې وروستیو کې کابل ته پاکستاني چارواکو سفرونه کړي او له افغان چارواکو سره یې پر یو لړ مسائلو خبرې کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي د تېرې میاشتې په لومړیو کې د کابل سفر کړی و او له افغان ولسمشر او نورو چارواکو سره یې پر لړ مهمو مسائلو خبرې کړې وې.

XS
SM
MD
LG