د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۱

نېکلسن: په افغانستان کې د سولې د ټنګښت لپاره سیمه ییزې همکارۍ ته اړتیا ده


په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان، جنرال جان نېکلسن وايي، په افغانستان کې سوله ممکنه ده او خبرې د پېل کېدو په حال کې دي.

جنرال نیکلسن پرون جمعه د بلجیم په پلازمېنه، بروکسل کې د ازادي راډیو له خبریال سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې امریکا او د ناټو نورو غړیو وسله والو طالبانو ته د افغانستان د ولسمشر د سولې د وړاندیز ملاتړ کړی او د سولې امکان حقیقي دی.

د امریکا د پوځ د څلورو ستورو جنرال وویل، د سولې لپاره د جګړې په ډګر کې او په سیمه ییزه کچه، د سیاسي فشار دوام ته اړتیا لري.

جنرال جان نېکلسن وویل:

"سوله ټوله نیز فشار ته هم اړتیا لري چې موږ یې ګورو، د افغانستان خلک د سولې ملاتړ کوي، تاسو دلته د ناټو په مشرۍ ستر نړیوال ملاتړ لری او موږ تعهد لرو چې دلته د سولې د ټېنګښت لپاره پاتې شو."

جنرال نېکلسن زیاته کړه چې د افغانستان د سولې لپاره په سیمه ییزه کچه همکاریو ته اړتیا ده او د چین، روسیې او پاکستان یادونه یې وکړه.

هغه وویل، امریکا او د ناټو نور غړي د افغانستان د جمهور رئیس د سولې د پلان ملاتړ کوي او دا د افغانستان له سولې او ثبات سره د هغوی تعهد څرګندوي.

د افغانستان ولسمشر د فبرورۍ پر ۲۸، له طالبانو سره د سولې خپل پلان اعلان کړ.

وسله والو طالبانو، رسماً د اشرف غني د سولې پلان ته ځواب نه دی ورکړی.

خو د ناټو تړون د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د افغانستان د حکومت د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

هغوی پرون د افغانستان په اړه د خپلې غونډې په پای کې یوه اعلامیه خپره کړه او په کې ویې ویل چې د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسولو مسؤلیت د طالبانو پر غاړه دی.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د غونډې په پاي کې خبریالانو ته وویل چې جمهور رئیس غني پر ناټو تړون د اتکا له مخې، طالبانو ته د سولې بې قید او شرطه، پلان وړاندې کړ او ناټو به یې تر څنګ ولاړه پاتې شي.

یس سټولټنبرګ زیاته کړه:

ینس سټولټنبرګ
ینس سټولټنبرګ

"موږ طالبان هڅوو چې د افغانانو په مشرۍ، د افغانانو د سولې په خپله پروسه کې برخه واخلي."

د ناټو عمومي منشي وویل چې په افغانستان کې اوسمهال شپاړس زره عسکر اومنصبدار لري چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په روزنه او هغوی ته په مشورې ورکولو لګیا دي.

سټولټنبرګ وویل، په دې کې باید هېڅ شک نه وي چې ناټو به دافغانستان له حکومت سره هغومره چې غوښتنه یې کړې، مرسته کوي څو په خپل هېواد کې د سولې او امنیت ټینګولو جوګه شي.

XS
SM
MD
LG