د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۸

د سولې شورا: تمه ده د طالبانو پیل شوي عملیات د سولې وړاندیز ته منفي ځواب نه‌وي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د هرې جګړې پای سوله ده او تمه ده چې د «الخندق» په نوم د طالبانو پیل شوي عملیات د سولې وړاندیز ته منفي ځواب نه‌وي.

د دغې شورا منشي امین‌الدین مظفري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې سولې ته لبیک ویل پر دغې پروسې د شک په پرتله څو ځله ښه نتیجه لرلای شي.

ښاغلی مظفري وايي، وسله‌وال طالبان باید له بشپړ دقت وروسته د حکومت د سولې وړاندیز ته ځواب ورکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ هیله‌مند یو چې دا اعلان د رد په معنی نه‌وي او په دغې موضوع ډېر دقت وشي، هغسې لکه علم او تجربو هم ثابته کړې چې د هرې جګړې پای روغه جوړه ده. دوی هم یو ځل دا بهیر تجربه کړي چې که د سولې له لارې د افغانستان ستونزه حل شي او فکر کېږي چې دا د ټولو اړخونو په ګټه ده."

طالبانو د چهارشنبې په ورځ د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي دي چې د «الخندق» په نوم پسرلني عملیات‌يې پیل کړي دي.

په دغې اعلامیه کې د سولې خبرو ته هم اشاره شوې او په‌کې راغلي دي چې د امریکايي اډو شتون او په افغانستان کې د هغه هېواد د عسکرو ډېرېدل د سولې پر وړاندې عمده خنډونه دي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ډېرې هوايي حملې، د امریکا له لوري د طالبانو د سولې وړاندیز ته منفي ځواب او ځیني نور موارد د سولې د خبرو امکانات سبوتاژوي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پروسې په ناسته کې اعلان وکړ چې حکومت‌يې له قید او شرط پرته له طالبانو سره خبرو ته حاضر دی.

د سیاسي چارو کارپوه خوشحال خلیل د ښاغلي غني له‌خوا د سولې وروستي وړاندیزونه بې‌سابقې او صادقانه بولي.

خو دی وايي، د ځينو سیاسي مسایلو تر څنګ د طالبانو تشکیلاتي جوړښت ممکن هغه څه وي چې په یو ډول د دغې ډلې له‌خوا د خبرو پر وړاندې خنډ ګرځي.

نوموړي زیاته کړه:

"ممکن دا د طالبانو یو تاکتیکي عمل وي، دا ځکه چې دوی د بېلابېلو ډلو څخه جوړ شوي دي او تر ډېره د دوی اتحاد په جنګ پورې متکي دی، هغه وخت چې دوی د سولې په اړه خبرې کوي ځيني تُندلاري او منځلاري غړي يې مخکې وروسته ځي او له دې کار سره‌یې په لیکو کې اختلاف رامنځته کېږي، نو د دغه وضعیت څخه د وتلو لپاره فکر نه‌کېږي چې دوی دې ژر سولې ته چمتو شي."

د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو له اعلان سره د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر ویلي دي چې تر اوسه‌يې د طالبانو له لوري د سولې په اړه کوم مثبت ځواب نه‌دی تر لاسه کړی.

ښاغلي اتمر د چهارشنبې په ورځ د روسيې د ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي دي، دوی انتظار باسي چې طالبان به ژر تر ژره د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته ځواب ورکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG