د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۸ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

اشرف غني: د ولسي جرګې یو شمېر غړي په فساد کې ښکېل دي


افغان ولسمشر محمد اشرف وايي، د فساد د له‌منځه وړلو لپاره جدي سیاسي اراده لري، خو په دې برخه کې شوي اقدامات بسنه نه‌کوي.

پر افغان حکومت د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د جدي انتقادونو په دوام په خپله افغان ولسمشر دا مني چې ترسره شوي اقدامات د قناعت وړ نه‌دي.

ښاغلي غني د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۰۴» د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اروپايي ټولنې کلني کنفراس ته وویل چې هېڅ‌څوک باید د حکومت پر سیاسي ارادې شک ونه‌لري، خو وايي لا هم د فساد د له‌منځه وړلو لپاره اوږد مزل پاتې دی.

ولسمشر غني: یو شمېر وکیلان په فساد کې ښکېل دي.
ولسمشر غني: یو شمېر وکیلان په فساد کې ښکېل دي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"عدلي او قضايي بنسټونو د فساد ضد مبارزې په برخه کې ښه حرکت کړی او ښې لاسته راوړنې لري، خو لاهم ډېر کار ته اړتیا ده، پارلمان نه‌یوازې دا چې د فساد ضد مبارزې پر وړاندې د ستراتېژۍ یوه برخه وګرځي، بلکې یو شمېر غړي یې په فساد کې ښکېل دي چې دا یوه لویه ننګونه ده."

ښاغلي غني په ګمرکونو کې موجوده فساد ته په اشارې سره وویل چې په ټولو حکومتي بنسټونو کې د اساسي اصلاحاتو په نتیجه کې چې وار له مخه پیل شوي تر راتلونکو دریېو کلونو به ملي عواید دوه برابره زیات شي.

ولسمشر غني همداراز په افغانستان کې د فساد ضد مبارزې د یوې مهمې ناستې د جوړېدو په اړه هم وویل، خو زیات جزئیات‌یې ورنه‌کړل.

د فساد ضد مبارزې په برخه کې د اروپايي ټولنې کنفراس د څلورو کلونو راهیسې په افغانستان کې جوړېږي.

په سږني کنفراس کې د لوړپوړو افغان چارواکو سربېره په کابل کې د بهرنیو سفارتونو استازو او د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتش جان سوپکو هم ګډون کړی و.

د فساد پر وړاندې مبارزه له افغان حکومت سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د دوام یو عمده شرط بلل کېږي چې د بروکسل په وروستۍ ناسته کې هم پرې ټینګار وشو.

د فساد ضد مبارزې په برخه کې د حکومت د اقداماتو په دوام څه موده وړاندې افغان حکومت د فساد ضد مبارزې ملي ستراتېژي هم تدوین کړه او ټاکل شوې چې د فساد پر وړاندې د مبارزې عالي اداره هم د لویې څارنوالۍ په چوکاټ کې مدغم شي.

که څه هم افغان حکومت د بروکسل په ګډون په نړیوالو او کورنیو ناستو کې د فساد پر وړاندې د جدي مبارزې ډاډ ورکړی، خو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتش جان سوپکو دومره راضي نه‌برېښي.

نوموړی وايي، فساد او جګړه سره تړلي دي او په جګړه کې د بریا لپاره د فساد له‌منځه وړل مهم دي.

جان سوپکو
جان سوپکو

نوموړي زیاته کړه:

"زه افغانانو ته وړاندیز کوم چې که چېرته د فساد ضد مبارزې په برخه کې ستاسو هڅې پیاوړې وي، تاسو خپل هېواد پیاوړی کوئ او له شک پرته چې خپلو خلکو ته تل پاتې سوله، ثبات او سعادت ورپه برخه کولای شئ."

جان سوپکو همداراز خبرداری ورکړ که د فساد پر وړاندې مبارزه ونه‌شي حکومت به له دننه ونړېږي او د جګړې او ستونزو پر وړاندې د بریا امکان هم کمېږي.

په ورته وخت کې یاد کنفراس ته د اروپايي ټولنې سفیر پیري میاودون بیا پر افغان حکومت غږ وکړ چې د فساد ضد مبارزې په برخه کې خپل اقدامات چټک کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG