د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

د امریکا د کانګرس پلاوي ولسمشر غني ته په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ژمنې ورکړي


د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د انتخاباتو ترسره کېدل او د ترورېزم پر وړاندې مبارزه د ولسمشر غني او د امریکا د کانګرس د پلاوي ترمنځ د بحث عمده ټکي وو.

د ملي یووالي حکومت مشرانو د پنجشنبې په ورځ له غرمې وړاندې د نانسي پلوسي په مشرۍ د امریکا د ګانګرس له پلاوي سره ولیدل.

د جمهوري ریاست د ویاند دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر غني له امریکايي پلاوي سره، د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د انتخاباتو د ترسره کېدو، د ترورېزم او مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې او په سوله کې د ښځو پر ونډې خبرې وکړې.

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

نوموړي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۰۹» زیاته کړه:

"په دغې ناسته کې د حکومت له لاسته راوړنو هرکلی وشو، همداراز د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې، سولې، اقتصادي ودې، پانګونې، سیمه‌ییزې همکارۍ، د فساد او مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې او د انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه بحثونه وشول."

ولسمشر محمد اشرف غني په دغې ناسته کې همداراز ویلي چې د انتخاباتو ترسره کېدل د حکومت په کاري لومړیتوب کې شامله مسئله ده.

د جمهوري ریاست په اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي چې افغانستان یوازې د ډموکراتیک نظام له‌خوا کېدای شي اداره شي، ځکه د هغه په وینا دیکتاتوري او نور نظامونه تجربه شوي چې ناکامې نتیجې يې لرلې.

په همدې حال کې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې هغه هم په ارګ کې د ولسمشر غني او امریکايي پلاوي کتنه کې حاضر و، په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د امریکا د متحده ایالاتو له مرستو مننه کړې ده.

د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس د پلاوي مشرې نانسي پلوسي همداراز ویلي دي چې هېواد يې د ترورېزم پر وړاندې همېشنۍ مرستې ته ژمن دی او د یو ستراتېژیک ملګري په توګه به له افغانستان سره پاتې وي.

کابل ته د دې پلاوي د راتګ سره هم‌مهاله د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیره الېس ولز د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې د خبرو په هدف پاکستان ته رسېدلې ده.

دا سفرونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې ازبکستان د روانې مارچ میاشتې په ۲۶مه او ۲۷مه نېټه د افغانستان په اړه د یوه نړیوال کنفرانس کوربه و چې د افغانستان د ثبات په اړه په‌کې د سیمه‌ییزې همکارۍ په ځانګړي ډول د پاکستان پر رول ټینکار وشو.

همداراز افغان حکومت د پاکستان له حکومت څخه د دولت په دولت د خبرو غوښتنه کړې او اجرائیه ریاست ویلي چې د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي به په همدې هدف د اپرېل د میاشتې په ۶مه نېټه کابل ته راشي.

د ولسي جرګې د اداري پلاوي یو شمېر غړي د پاکستان او طالبانو پر وړاندې له امریکا د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

عرفان الله عرفان
عرفان الله عرفان

د ولسي جرګې مرستیال منشي عرفان‌الله عرفان وویل:

"هیله‌مند یو چې افغانستان کې د دغه امریکايي چارواکو سفر له پخوانیو هغو سره متفاوت وي او پاکستان د افغان سولې په برخه کې همکارۍ ته اړ ایستل شي او د امریکا متحده ایالات په رښتینې توګه له افغانانو سره ودرېږي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په اړه د تاشکند د ناستې له جوړېدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د افغان حکومت د سولې له طرحې ملاتړ کوي او د دغې طرحې د بریا لپاره به هڅې وکړي.

  • پخواني معلومات

د امریکا د ګانګرس یو پلاوی کابل ته راغلی او له ولسمشر محمد اشرف غني سره‌یې کتلي دي.

ولسمشر غني په خپلې ټویټ پاڼه کې لیکي چې د دغه پلاوي مشري ننسي پلوسي کوي او په بېلابېلو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړي دي.

انتخابات، سوله، د ترورېزم پر وړاندې مبارزه، اقتصادي پرمختګ او په سوله کې د ښځو ونډه هغه مهم مسایل دي چې د ولسمشر غني او د دغه امریکايي پلاوي ترمنځ پرې خبرې شوې دي.

کابل ته د دغه پلاوي له راتګ سره هم‌مهاله د افغان حکومت اجرائیه ریاست ویلي چې د اپرېل د میاشتې پر شپږمه نېټه به د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان اباسي هم کابل ته راشي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د پنجشنبې په ورځ کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې افغان چارواکي به د پاکستان له صدراعظم سره د افغان سولې سربېره د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې اترې ولري.

د پاکستان صدراعظم د ولسمشر محمد اشرف غني په بلنه کابل ته سفر کوي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG