د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۵

د تیلو د غلاوو په اړه دفاع وزارت د سیګار د راپور یوه برخه تأییدوي


د افغانستان دفاع وزارت په افغان پوځیانو پورې اړوند د تیلو د میلیونونو ډالرو غلا په اړه د سیګار تازه راپور تر یوه بریده تأییدوي او وايي چې په‎دې برخه کې ځینې ستونزې موجودې دي.

د افغان پوځیانو اړوند په تیلو کې د میلیونونو ډالرو غلاوو په اړه د سیګار په تازه راپور د افغانستان دفاع وزارت هم د دغه راپور په یوه برخه د تأیید مهر لګوي.

د دغه وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش د یکشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم په اکمالاتو او په امنیتي ځواکونو پورې اړوند د تیلو د پلور د فساد په اړه د مخنیوي او جدي څار خبره وکړه، خو د سیګار د تازه راپور په ځواب کې یې وویل چې ممکن په لېرې پرتو سیمو کې په امنیتي ځواکونو پورې اړوند تیل وپلورل شي.

د دفاع وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش
د دفاع وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش

نوموړی وايي:

"ممکن په ځینو لېرې پرتو ځایونو کې د تیلو د پلور په اړه لاس‎وهنه شوې وي، خو په ټولو ځایونو کې زموږ پیاوړی دوربین شته، موږ په ټولو قطعاتو کې د تفتیش مدیریت لرو، نو له همدې امله موږ کسان هم نیولي دي."

ښاغلي رادمنش عدلي او قضايي بنسټونو ته د یو شمېر سرتېرو او جنرالانو معرفي کېدو ته په اشارې سره وايي، دوی د فساد د ناوړه پدیدې له‎منځه وړلو ته ژمن دي.

د امریکا د څار ادارې یا سیګار په یوه تازه راپور کې لیکلي چې په افغانستان کې د ۱۵۴ میلیونه ډالرو په ارزښت په افغان او امریکايي پوځیانو پورې اړوند تیل غلا شوي دي او دا له ګټې وټې په یو ډک کار بدل شوی دی.

د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي چې د امریکا دفاع وزارت د تیلو د ویش په نورو بدېلو لارو غور کوي او ممکن دغه نوی اقدام یاده ستونزه هواره کړي.

له دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جګړو په ډګرونو کې د افغان پوځیانو د تلفاتو عمده علت په امنیتي بنسټونو کې اداري فساد بللی و.

د یادونې وړ ده چې د فساد د ناوړه پدیدې د مخنیوي په هدف ان د افغان امنیتي بنسټونو او لویه څارنوالۍ ترمنځ یو تفاهم‎لیک هم لاسلیک شوی دی.

خو د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ په امنیتي بنسټونو کې پراخ فساد ته په کتو ټینګار کوي چې په دغو بنسټونو کې د فساد د مخنیوي لپاره کوم عملي کار نه محسوسیږي.

دا چې په امنیتي ځواکونو پورې اړوند د تېلو پلور به هېواد له کومو ناوړه برخلیک سره مخ کړي، د نظامي چارو افغان کارپوه محمداګل مجاهد یې په اړه وايي:

"په‎دې اړه د حکومت جدي څار ته اړتیا ده او دوهم دا چې د دغه فساد تر شاه لوی لاسونه دي چې باید وپېژندل شي، له هغې پرته په نظام کې د دا شان مافیاوو حضور کولای شي خطرناک تمام شي چې افغان پوځیان او خلک به یې ګرانه بیه پرې کړي."

ښاغلی مجاهد ټینګار کوي که افغان حکومت او نړیواله ټولنه د دغه پراخ فساد د مخنیوي لپاره لاس په کار نه‎شي، دغه ستونزه به د مرستو د پرې کېدو لامل وګرځي، په افغان حکومت به د نړیوالو مرسته کوونکو باور کم شي او د افغانستان نظام له ستونزو او ان له فلج کېدو سره مخ کړي.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG