د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

د افغانستان د اردو په اړه د سیګار پر تازه راپور د نیویارک ټایمز مقاله


  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د اردو په اړه د سیګار د تازه راپور په سر مقاله لیکلې ده.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د سرمفتش ادارې سیګار په تازه رپوټ کې راغلي چې د افغان پوځیانو د وینې د ګروپ ناسم تشخیص ښايي د دې لامل شوی وي چې ټپي افغان سرتېري مړه شوي وي.

د سیګار په رپوټ کې د هغو سرتېرو د وینو د ګروپ د رښتیاوالي په اړه هم شک څرګند شوی چې تر دې مخکې اخېستل شوي.

خو د افغانستان دفاع وزارت د سیګار رپوټ ردوي او وايي چې هېڅ داسې پېښه نه‎ده شوې چې سرتېری د وینې د ګروپ د ناسموالي په خاطر مړ شوی وي.

  • نېشنل انټرسټ

نېشنل انټرسټ خپرونې د افغانستان په سر د واشنګټن او اسلام‎اباد د اړیکو په اړه مقاله لیکلې ده.

په دې مقاله کې راغلي چې پاکستان طالبانو ته د افغان ولسمشر د سولې د وړاندیز هرکلی کړی، خو لا هم ستونزې په خپل ځای دي.

د مقالې لیکوال ویلي چې له پاکستان سره لانجې په دې معنی دي چې د امریکا پوځي سټراټیژي به بریالۍ نه‎شي او دا به د امریکا نور هدفونه هم له ګواښ سره مخ کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۷ میلادي کال په اګسټ میاشت کې د افغانستان په اړه د خپل هېواد د نوې سټراټيژي د اعلان پر مهال وویل چې پاکستان هغو ترورېستانو ته پناه ورکړې چې د امریکایانو پر ضد جنګېږي.

هغه وویل، همدا ترورېستان په افغانستان کې بریدونه کوي.

له دې اعلان وروسته په پاکستان باندې فشارونه زیات شول.

خو اسلام‎اباد د دغو تورونو په ردولو سره ویلي چې په خپله د ترورېزم قرباني دی.

  • کرسشین ساینس مانیټور

کرسشین ساینس مانیټور ورځپاڼې د یوې افغانې نجلۍ په اړه لیکلي چې د شاتو د مچیو په روزلو بوخته ده.

ورځپاڼې لیکلي چې دغې نجلۍ اوس ځان ته ښه کاروبار جوړ کړی دی.

ساینس مانیټور وايي، فروزان له درېیو کلونو راهیسې د مچیو د روزلو کار کړی او اوس د شاتو د مچیو شل کندوان لري چې تجارت یې ښه پرې چلېږي.

XS
SM
MD
LG