د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

د طالبانو په اړه د لاوروف د څرګندونو په غبرګون کې د افغان حکومت ځواب!


د افغانستان دفاع وزارت د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر هغه څرګندونې رد کړې چې ګواګې د افغانستان نیمايي خاوره په مستقيم او یا غیر مستقيم ډول د طالبانو په واک کې ده.

که څه هم د افغانستان پر ځینو سیمو د طالبانو د کنټرول په اړه څرګندونې تازه نه‌دي، خو ښايي دا لومړی ځل وي چې یو لوړپوړی روسی چارواکی وايي چې طالبان په مستقیم او یا هم غیر مستقیم ډول د افغانستان نیمايي خاوره په واک کې لري.

د افغانستان دفاع وزارت د روسيې د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې بې‌اساسه او له واقعیته لېرې بولي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۰۸» په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان د خاورې په اړه ګنګوسې او وروستۍ څرګندونې کاملاً ناسمې دي، موږ ښه روحیه لرو او د افغانستان د ټولو دښمنانو پر وړاندې له خپل ظرفیت څخه استفاده کوو، د افغانستان جغرافیه زموږ تر کنټرول لاندې ده."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د تاشکند په ناسته کې ادعا وکړه چې طالبان د افغانستان پر نیمايي خاوره مستقیم او یا غیر مسقیم واک لري.

نوموړي همداراز وویل چې په افغانستان کې د طالبانو او داعش د فعالیتونو له کبله امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د ښاغلي لاوروف په خبره، دا امکان نه‌لري چې د زور له لارې په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شي او باید له طالبانو سره سوله وشي.

تر دې وړاندې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د څار ادارې یا سیګار په خپل راپور کې ویلي وو چې طالبان د افغانستان په ۵۴ ولسوالیو واک لري.

یادې ادارې د ۲۰۱۷ میلادي کال په وروستیو کې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي وو چې طالبان د افغانستان په ۱۳ سلنه خاوره حاکمیت لري.

د افغانستان دفاع وزارت هغه مهال د سیګار راپور بې‌اساسه بللی و.

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په افغانستان کې د ټولو ولسوالیو شمېر ۴۰۷ ته رسېږي.

د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، روسي چارواکي د خپلو شخصي غرضونو له مخې دا ډول څرګندونې کوي.

د پوځي چارو افغان کارپوه کابل خان تدبیر د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې روسیه غواړي د سولې په پيلېدونکو خبرو کې طالبان زیات امتیازات ترلاسه کړي او ښايي وروستۍ څرګندونې هم د دغو هڅو په دوام ترسره شوې وي.

کابل خان تدبیر
کابل خان تدبیر

نوموړي وویل:

"روسان په افغانستان کې د خپل دخالت لپاره نوې لارې چارې لټوي او په دې برخه کې له پاکستان او ایران سره تفاهم ته رسېدلي چې د حکومت له مخالفو ځینو وسله‌والو ډلو څخه ملاتړ وکړي، دا چې د روسې د بهرنیو چارو وزیر مخالفينو ته د امتیاز اخيستلو په هدف دا ډول څرګندونې کړي، په دې کې هېڅ شک نه‌شته."

د ښاغلي تدبیر په خبره، د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د موجودیت په اړه خپلې اندېښنې لري، خو افغان حکومت ته په‌کار ده چې د سولې په اړه د ټولو سیمه‌ییزو هېوادونو اعتماد جلب کړي او اجازه ورنه‌کړي چې دغه هېوادونه د خپلو ګټو لپاره له وسله‌والو ډلو ملاتړ وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG