د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

غني: په بهر کې د افغانانو استازي باید د یوې شفافې پروسې له لارې انتخاب شي


ولسمشر محمد اشرف غني وايي، هغوی چې په بهر کې د افغانانو استازیتوب کوي باید د شفافې پروسې له لارې انتخاب شي.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون باید د بهرنیو چارو وزارت په ګډون ژر تر ژره په ټولو حکومتي بنسټونو کې د اصلاحاتو لړۍ پیل کړي.

ښاغلي غني چې د شنبې په ورځ یې«۱۳۹۷کال غویي لومړۍ په کابل کې د شااوخوا ۲۰ سوداګریزو اتشو او د ځنیو ادارو لپاره د رئیسانو د معرفۍ په غونډه کې خبرې کولې وویل چې افغانان باید پوه شي چې که څوک د دوی استازییوب کوي د یوې شفافې پروسې له لارې غوره شوي دي؟

نوموړي زیاته کړه:

ولسمشر محمد اشرف غني
ولسمشر محمد اشرف غني

"د افغانستان خلک باید په دې پوه شي چې که هرڅوک د دوی استازیتوب کوي د یوې شفافې، ازادې او ډاډمنې پروسې له لارې انتصاب شوي دي، هر څومره چې ضوابط ټینګ شي په هماغه انداره ملي یووالی او پر دولت د خلکو باور ډېرېږي او په ورته وخت کې خلکو ته دا پیغام رسېږي چې که هرڅومره په خدماتو مصرف کېږي نتیجه ورته لري."

ښاغلي غني سوداګریزو اتشو ته په خطاب کې وویل چې سر له نن نه، تاسې چې هر هېواد ته ځئ نو د افغانستان، د یو واحد ملت او د یو منسجم دولت چې له جنګه د راوتلو لپاره ټینګه اراده لري، استازیتوب کوئ.

د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو د کمېسیون رئیس نادر نادري په یاده غونډه کې هیله وښوده چې سوداګریزې اتشې به له نورو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو په لاپیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې ۲۰ کسان چې دوه ښځې هم په کې دي د یوې ازدې سیالۍ له لارې تازه په یو شمېر هېوادونو کې د سوداګریزو اتشو په توګه انتخاب شوي چې ډېر ژر به خپل کار پیل کړي.

دا په داسې حال کې چې تر دې وړاندې په بهر کې د یو شمېر افغان ډیپلوماټانو د ظرفیت په اړه جدي انتقادونه مطرح شوي دي.

تازه د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېسیون ویلي چې په یو شمېر هېوادونو کې داسې ډیپلوماټان هم په دندو ګمارل شوي چې د دولسم ټولګي سند هم نه لري او بیسواده دي چې د ښه استازیتوب تمه ترې نه شي کېدای.

د پنجشنبې په ورځ په کاناډا کې افغان سفېرې شینکۍ کړوخېل هم له ازادي راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه وویل چې د ۲۰۰۲ کال راپه دېخوا کاناډا ته د لېږل شویو افغان ډیپلوماټانو له ډلې څه باندې ۲۰تنو یې هلته پناه اخیستې او بېرته هېواد ته نه دي راغلي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:36 0:00
مستقیم لېنک

په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلوماټ احمد سعیدي بیا که څه هم په دې برخه کې اصلاحات مهم بولي خو وايي، داسې نه شې چې د اصلاحاتو په پلمه بیا هم سیسټماټیک فساد ته زمینه برابره شي.

احمد سعیدي
احمد سعیدي

نوموړي زیاته کړه:

"زه هیله لرم چې شفافیت په دې معنا نه وي چې بیا هم ګمارنې د سیلقوي چلند له مخې وشي، له بده مرغه په بهر کې یو شمېر داسې کسان د افغانانو په استازیتوب ګمارل شوي چې په ټکي نه پوهېږي او د تاسف وړ دي."

د ښاغلي سعیدي په خبره په داسې حال کې چې افغانستان له سختو شرایطو تېرېږي نو اړتیا ده چې په بهر کې په کار پوه او داسې افغانان چې له اوسنیو ستونزمنو شرایطو نه د وتلو اراده ولري په دندو وګمارل شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG