د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

کړوخېل: کاناډا ته د لېږل شویو افغان ډیپلوماتانو له ډلې ۲۰ تنو یې هلته پناه اخیستې


په کاناډا کې افغان سفارت وايي چې دغه هېواد ته تللي ډېری افغان ډیپلوماتان بېرته خپل هېواد ته نه‌دي ستانه شوي او په هغه هېواد کې یې سیاسي پنا اخیستې ده.

په کاناډا کې افغان سفیرې شینکۍ کړوخېل د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۳۰» ازادي راډیو ته په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي چې له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې یوازې د څلورو سفیرانو په ګډون نهه ډیپلوماتان بېرته افغانستان ته ستانه شوي او له ۲۰ ډېر نور بیا له خپلو کورنیو سره په هغه هېواد کې پاتې دي.

اغلې کړوخېل وویل چې د سیاسي پنا اخیستونکو په لېست کې هغه افغان سرپرست سفیر هم شامل دی چې د ۲۰۱۶ میلادي کال په ډسمبر کې يې دنده پای ته رسېدلې، خو لا هم د خپلې کورنۍ سره په کاناډا کې اوسېږي.

کړوخېل:له ۲۰ ډېر ډیپلوماتان له خپلو کورنیو سره په کاناډا کې پاتې شوي.
کړوخېل:له ۲۰ ډېر ډیپلوماتان له خپلو کورنیو سره په کاناډا کې پاتې شوي.

نوموړې زیاته کړه:

"زموږ څلور سفیران چې د نورو هېوادونو تابعیت‌يې درلود په کاناډا کې پاتې نه‌شول، یو جنرال قونسل بېرته راغی او جمله څلور نور ډيپلوماتان بېرته افغانستان ته راوګرځېدل، باقي نور نه‌دي ستانه شوي، نو زما سره دقیق ارقام په دې اړه نه‌شته، خو څومره چې زه معلومات لرم له ۲۰۰۲ میلادي کال نه را په دېخوا له ۲۰ ډېر ډیپلوماتان له خپلو کورنیو سره په کاناډا کې پاتې شوي او هلته‌يې سیاسي پنا غوښتې ده."

د اغلې کړوخېل په وینا دغه کار په کاناډا کې د افغان ډیپلوماتانو حیثیت ته زیان رسولی دی.

نوموړې دا هم وايي چې کاناډا تېر کال پرېکړه کړې چې نور به هغو افغان ډیپلوماتانو ته ویزه نه‌ورکوي کوم چې غواړي له خپلو کورنیو سره یوځای هغه هېواد ته ولاړ شي.

په یو شمېر بهرنیو هېوادونو کې د افغان ډیپلوماتانو سیاسي پناه اخیستل هغه ستونزه ده چې افغان حکومت ورسره مخ او په دې اړه پرې انتقادونه شوي دي.

تېر کال یو شمېر افغان رسنیو راپور ورکړ چې لسګونه افغان ډیپلوماتان د دندې تر پای ته رسېدو وروسته خپل هېواد ته نه‌دي راستانه شوي، خو د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې چې په تېرو ۱۵ کلونو کې ۲۰۳ افغان ډيپلوماتان چې په بهرنیو هېوادونو کې یې ډيپلوماتیک مأموریت پای ته رسېدلی، دغه وزارت ته نه‌دي راستانه شوي، خو هېواد ته راستانه شوي دي.

دا وخت افغانستان له ۷۰ نه په ډېرو هېوادونو کې سیاسي نمایندګۍ لري.

د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون وايي ځیني افغان ډیپلوماتان که څه هم لازمه وړتیا نه‌لري، خو د اړیکو او د پېژندګلوۍ پر بنسټ، په دندو ګمارل کېږي چې پایلې یې ښې نه‌وي.

تېره ورځ د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مشر زمرک پادخوابي ازادي راډيو ته وویل چې د دوی د هغه څېړنو له مخې چې د بهرنیو چارو له وزارت څخه‌یې کړي ښيي چې په بهرنیو هېوادونو کې مېشت دا ډیپلوماتان حتی د دوولسم ټولګي څخه د فراغت اسناد هم نه‌لري.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون: یو شمېر افغان ډیپلوماتان تحصیلي اسناد نه‌لري

یو شمېر پخوانیو افغان ډیپلوماتانو هم همدغې مسئلې ته په اشارې سره رسنیو ته ویلي چې ډېری هغه کسان چې د اړیکو پر بنسټ پر دندو ګمارل شوي له موقعې نه په ګټې اخیستنې په افغانستان کې تر بې‌کاره پاتې کېدو، سیاسي پناه غوښتنې ته ترجیح ورکوي.

د نړیوالو اړیکو افغان کارپوه انتظار خادم هم دې موضوع ته په انتقاد سره وايي چې دا کار د افغانستان د بهرني سیاست ستنو ته زیان رسوي.

انتظار خادم
انتظار خادم

نوموړي زیاته کړه:

"هغه ډیپلوماتان چې هلته پاتې کېږي، اصلاً په لویه کې د افغانستان د ملي ګټو او هویت سره دشمني کوي، دوی خپلې شخصي غوښتنې د ملت له غوښتنو قرباني کوي او دوی چې هلته پاتې کېږي د افغانستان د بهرني سیاست لویې پایې زیانمنوي."

د ښاغلي خادم په خبره، افغان حکومت باید د ډیپلوماتانو په انتخاب کې وړتیا او هېواد ته د ژمنتیا مسئله په جدي ډول په پام کې ونیسي.

دی دا هم وايي چې د ورته پېښو د مخنیوي په هدف، باید بهر ته له تلونکو افغان ډیپلوماتانو هېواد ته د بېرته راګرځېدلو په تړاو قوي ضمانتونه هم واخیستل شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG