د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۵

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون: یو شمېر افغان ډیپلوماتان تحصیلي اسناد نه‌لري


د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون موندنې ښيي چې یو شمېر افغان ډیپلوماتان له ښوونځيو څخه د فراغت اسناد نه‌لري.

د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مشر زمرک پادخوابي وايي، یو شمېر افغان ډیپلوماتان د اړیکو، له حکومتي چارواکو او د بهرنیو چارو په وزارت کې د پېژندګلوۍ پر بنسټ، په دغه وزارت کې ټاکل شوي دي.

ښاغلي پادخوابي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د وري ۲۹» ازادي راډيو ته وویل، هغه څېړنې چې دوی د بهرنیو چارو له وزارت څخه کړي ښيي چې په بهرنیو هېوادونو کې مېشت دا ډیپلوماتان حتی د دوولسم ټولګي څخه د فراغت اسناد هم نه‌لري.

نوموړي زیاته کړه:

"له بده مرغه ډېر یې د دوولسم ټولګي اسناد هم نه‌لري، خو په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان استازیتوب کوي، داسې کسان ټاکل شوي چې په حکومت او بهرنیو چارو وزارت کې نفوذ او پېژندګلوي لري، یو ډیپلومات په بهرنیو هېوادونو کې د درې کاله د دندې حق لري چې باید له ټاکل شوې نېټې وروسته بېرته هېواد ته راستون شي تر څو پر ځای يې نور کسان مقرر شي، خو له بده مرغه داسې کسان هم شته چې له ۱۰ کالو څخه ډېره موده کېږي چې ډیپلوماتان دي."

پادخوابي د دغو ډیپلوماتانو د شمېر په اړه چې د ده په وینا اسناد نه‌لري څه نه‌وايي، خو زیاتوي چې ځيني نور هم د تحصیلي اسنادو خلاف ډيپلوماتان مقرر شوي دي.

دا وخت افغانستان له ۷۰ څخه په ډېرو هېوادونو کې سیاسي نمایندګۍ لري.

د دولتي کارکوونکو د قانون د ۶۰مې مادې له مخې د بهرنیو چارو وزارت لپاره د استخدام معیار لږ تر لږه لېسانس ښودل شوی او هغو کسانو ته ترجیح ورکول کېږي چې د حقوقو، سیاسي علومو، سوداګرۍ، اقتصاد، ژورنالیزم، ادارې او مدیریت څخه فارغ او وزارت ورته اړتیا ولري.

د انګلیسي ژبې په ټافل ازموینه کې لږ تر لږه د ۴۵۰ نمرو او یا له دغو نمرو سره د ورته ازموینې څخه فراغت بل هغه شرط دی چې د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکو ته ټاکل شوی دی.

د ولسي جرګې ځينو غړو تل په بهرنیو هېوادونو کې د افغان ډیپلوماتانو د څرنګه مقررۍ په اړه انتقادونه مطرح کړي دي.

د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مرستیال داوود کلکاني له دې وړاندې ازادي راډيو ته ویلي و چې د بهرنیو چارو وزارت باید د ډیپلوماتانو په ټاکلو کې شایسته سالاري او تحصیلات په پام کې ونیسي.

کلکاني ویلي دي چې دوی د افغان ډیپلوماتانو د تحصیلي اسنادو او سوابقو په اړه څو ځله د بهرنیو چارو له وزارت څخه معلومات غوښتي، خو دغه وزارت د معلوماتو له ورکولو څخه ډډه کړې ده.

خو د یاد وزارت ویاند شکېب مستغني د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، که د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون په دې اړه کره اسناد او مدارک لري د بهرنیو چارو وزارت ته دې وسپاري.

شکېب مستغني
شکېب مستغني

نوموړي زیاته کړه:

"که د ځانګړو مواردو په اړه اسناد او مدارک په واک کې لري ښه دا ده چې هغه د بهرنیو چارو وزارت ته وسپاري، د بهرنیو چارو وزارت تل چمتو دی چې د ملي شورا د دواړو جرګو د نړیوالو اړیکو د کمېسیونونو سره کار وکړي او د هغه څه په اړه قناعت ورکړو چې دوی يې په اړه پوښتنې لري."

له دې سره یو پخوانی ډيپلومات او د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي وايي، ډېر ډيپلوماتان د تحصیلي اسنادو او شایسته سالارۍ پرته په بهرنیو هېوادونو کې مقررېږي.

ښاغلي سعیدي ازادي راډیو ته وویل چې ډيپلوماتان باید د پېژندګلوۍ او اړیکو پر بنسټ نه، بلکې د تحصیل، وړتیا او شایسته سالارۍ له مخې مقرر شي.

راپور: یوسف خان ځدران

XS
SM
MD
LG