د رأیه ورکوونکو د نوم لیکنې پڅ بهیر که له یوې خوا د حکومتي چارواکو اندېښنې راپارولي، بل خوا په انتخاباتو د څار د یو شمېر بنسټونو له انتقادونو سره هم مخ دی.
په افغانستان کې د انتخاباتو د څار بنسټونه وايي چې د رأیه ورکوونکو د نوم لیکنې کامیابه بهیر د حکومتي چارواکو اندېښنو نه بلکې د دوی عملي اقداماتو ته اړتیا لري.
د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ «فیفا» وايي، دا ستونزه د اندېښنو په څرګندولو نه هوارېږي بلکې، د حللپاره یې جدي او عملي اقداماتو ته اړتیا ده.
د فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د نوم لیکنې د بهیر لپاره باید خلکو ته انګېزه او عامه پوهاوی ورکړل شي.
نوموړی زیاتوي:
"موږ د بېلابېلو ادرسونو لکه د جمهوري ریاست، اجرائیه ریاست او د حکومت د نورو برخو نه تر ډېره د اندېښنو په اړه اورو، خو افغان حکومت په ځانګړي ډول ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه ریاست باید د خلکو د ګډون او دوی ته د انګېزې ورکولو لپاره ټولې هڅې ترسره کړي، نه دا چې لکه د اپوزیسیون په څېر د حکومت دننه حرکت وکړي."
دا پهداسې حال کې ده چې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د شنبې په ورځ د وزیرانو شورا په فوقالعاده غونډه کې د رأیه ورکوونکو د نوم لیکنې د پڅ بهیر په اړه اندېښنه څرګنده کړې؛ ویلي دي چې که دا بهیر بریالی نهشي په افغانستان کې به سیاسي کړکېچ رامنځته شي.
ولسمشرمحمد اشرف غني هم د تېرې اوونۍ په پای کې له دیني عالمانو او د مدني ټولنو له بنسټونو وغوښتل چې خلک د نوم لیکنې په بهیر کې د ګډون لپاره وهڅوي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمېشنر سید حفیظالله هاشمي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د یوې اوونۍ راهیسې چې د رأیه ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پیل شوی له ۱۶۰ زرو نه ډېرو کسانو نوم لیکنه کړې ده.
بلخوا د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وايي، د رأیه ورکوونکو د نوم لیکنې پڅ بهیر حکومتي مشران ډېر اندېښمن کړي دي.
خو دی وايي چې حکومت یې د چټکتیا په هدف جدي اقدامات په پام کې لري:
"یوازې اندېښنې نه څرګندېږي؛ بلکې تېره ورځ موږ د وزیرانو شورا د فوقالعاده غونډې شاهدان وو، په ټوله کې د حکومت په کچه یو عمومي بسیج شته او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمېشنران هم جدي هڅې کوي، د دغې بهیر له پیل سره موږ درک کړه چې خلکو ته لازم عامه پوهاوی نهدی ورکړل شوی او تمه ده چې پهدې برخه کې هڅې دا بهیر مثبتو نتیجو ته ورسوي."
له دې سره مدني فعاله حمیرا ثاقب وايي، د انتخاباتو په بهیرد خلکو بې باوري او د رأیو ورکوونکو د نوم لیکنې له بهیره د خلکو بې خبري د یاد بهیر پر وړاندې جدي ستونزې دي.
نوموړې وايي چې حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید د خلکو د هڅونې لپاره له هرو ممکنو لارو استفاده وکړي او پرې نهږدي چې دا ملي پروسه ناکامه شي.
راپور: یوسفخان ځدراڼ