د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، سره له دې چې له پاکستان سره دولت په دولت خبرې وشوې، خو تر دې دمه د کابل او اسلاماباد ترمنځ په اړیکو کې ښهوالی نهدی راغلی.
سره له دې چې د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ له تګ راتګ سره د اړیکو د ښه کېدو هیلهمندي زیاته شوې وه، خو اجرائیه ریاست وايي چې تر دې دمه د دواړو هېوادونو په اړیکو کې هېڅ بنسټیز بدلون نهدی راغلی.
د افغانستان د اجرائیه ریاست ویاند مجیبالرحمان رحیمي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۳۰» په یوه خبري غونډه کې وویل چې افغانستان خپل واضح لیدلوری د پاکستان له صدراعظم سره شریک کړی، خو تر اوسه پاکستان لازم څه نهدي تر سره کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"پاکستاني چارواکو په تېر کې هم سفر کړی او اوسیې هم سفر درلود دوی ژمنې کړي، ولې له بده مرغه موږ د افغانستان په اړه د پاکستان په سیاست کې بنسټیز بدلون نهدی لیدلی، موږ هیلهمند یو چې نړیوال او سیمهییز فشارونه دوام پیدا کړي تر څو پاکستانیان همکاریو ته اړ کړي."
ښاغلي رحیمي همداراز وویل چې افغان حکومت پر پاکستان د ډیپلوماتیکو او اقتصادي فشارونو ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي د افغان حکومت په رسمي بلنه کابل ته راغلی و.
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، په دغې لیدنه کې پرېکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران او د بهرنیو چارو وزیران به د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو لپاره د عمل پلان د سند پر وروستي کېدو کار پیلوي.
د ارګ په خبره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د سند په متن کې دواړو هېوادونو د سولې امنیت او له ترورېزم سره پر ګډې مبارزې ژمنې کړې دي.
اجرائیه ریاست په داسې حال کې د پاکستان په سیاست کې د نهبدلون خبره کوي چې له دې وړاندې د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون غړو ازادي راډيو ته ویلي چې کابل ته د پاکستان د صدراعظم سفر نمایشي و او هغه هېواد تر هغې چې پرې جدي نړیوال فشارونه زیات نهشي لازمه همکاري نهکوي.
د روانې اپرېل میاشتې په شپږمه نېټه کابل ته د پاکستان د صدراعظم له سفر سره دواړو حکومتونو ویلي وو چې د اړیکو د ښه کېدو لپاره دا سفر مهم و.
له دې سره د سیاسي چارو کارپوه بشیر بېژن د پاکستان په سیاست کې نهبدلون کومه نوې خبره نهګڼي.
ښاغلي بېژن ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان په وړاندې د پاکستان کړنې د هغه هېواد شوم اهداف ښيي.
نوموړي زیاته کړه:
"د افغانستان او افغانانو په اړه د پاکستان لیدلوری د بدلون وړ نهدی پاکستان تل د افغانستان په اړه شوم اهداف لرل او لري يې، خو له بده مرغه حکومت هم د پاکستان پر وړاندې د مسؤلې مرجعې په توګه نهدی درېدلی."
د ملي شورا غړي بیا وايي، د کونړ، خوست او پکتیا پر ځینو سیمو د پاکستان وروستیو تجاوزونو هغه هیلې مړې کړي چې پاکستان به د افغانستان سره پر خپلو ژمنو وفادار پاتې شي.
له ډلې يې عبدالطیف ژوندي ازادي راډيو ته وویل چې پر پاکستان باید له نړیوالو چینلونو د فشار د ډېرېدو هڅه وشي.
راپور: اکرامالله اکرام