د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیمهییزو اقتصادي پروژو چې د ریکا د برنامې له لارې عملي کېږي، په اړه خوشبیني کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ډېری هغه پروژې چې د ریکا د برنامې په چوکاټ کې عملي کېږي، د تطبیق پړاو ته رسېدلي چې په مکملېدو سره بهیې په سیمه کې اقتصادي مثبت تغییرات راشي.
د دې وزارت د اقتصادي همکاریو مرستیالې عادلې راز د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۲۷» د ریکا د سفیرانو په لومړۍ غونډه کې چې د دغو پروژو د نظارت د څرنګوالي په اړه په کابل کې جوړه شوې وه، د ریکا برنامې په چوکاټ کې د دغو پروژو له کاره خوښي څرګنده کړه.
نوموړې وویل:
"د ریکا د تجارت او صنایع خونې جوړول، د ریکا د څېړنې د مرکز جوړول او د ریکا په اجنډا کې د ښځو د اقتصادي پرمختګ شاملول زموږ نوې تګلاره ده، د ریکا د اقتصادي همکاریو او پانګې اچونې پر بنیاد چې لومړیتوب ورکول کېږي، باید هغو پروژو ته ارزښت ورکړل شي چې خصوصي سکټور پرې پانګه اچونه کوي."
دې همداراز وویل چې خلک او خصوصي سکټور د دغو پروژو څخه ګټه اخلي.
خو اغلې راز وویل چې د ریکا په چوکاټ کې د پرمختګونو تر څنګ، په ساختماني پالېسۍ او حقوقي برخو کې یو شمېر ستونزې هم موجودې وې او همدا شان د اقتصادي اجنډا په وړاندې نهپاملرنه هم موجوده وه.
هغې په ټینګار سره وویل چې دغه موارد شریک کار ته اړتیا لري او ریکا د دغو ستونزو د حل لپاره ښه ادرس دی.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د فبرورۍ په ۱۴مه او ۱۵مه نېټه د افغانستان په اړه د ترکمنستان په عشقاباد کې د ریکا اوومه ناسته ترسره شوه.
افغان حکومت ویلي وو چې په دې ناسته کې يې په اقتصادي پروژو ډېر تمرکز درلود چې د سیمې او افغانستان لپاره مهمې دي.
د سیمهییزو همکاریو ناسته یا ریکا په ۲۰۰۵ کال کې پیل شوه او تر دې دمهيې په اسلاماباد، نوې ډهلي، دوشنبې، کابل او عشقاباد کې ناستي ترسره شوې دي.
بلخوا د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو د څانګې رئیس حسن سروش هم د ریکا په چوکاټ کې د دې پروژو په اهمیت او مؤثریت ټینګار کوي.
په همدې حال کې یو شمېر اقتصادي کارپوهان وايي، تر هغې چې پروژې پاې ته ونهرسېږي او ګټې اخیستنې ته ونهسپارل شي، دوی په دې برخه کې خوشبیني نهشي ښودلی.
له ډلې يې سیفالدین سیحون د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، معلومه نهده چې دغه پروژې د پاې ته رسېدو او ګټې اخیستنې تر وخته له کومو ستونزو سره مخ کېږي.
دی وایي:
"اقتصادي سیاستونه هغه وخت ارزیابي کېږي چې ترسره شي او خلک له هغې نه ګټه واخلي، موږ تر اوسه ګټه نهده اخیستې او د بریا په اړهیې خبرې کوو، لومړۍ یوه پروسه ترسره شي، بیا وروسته ارزیابي کېږي چې د هغې په ترسره کولو سره موږ د اقتصاد په برخه کې څه پرمختګ لرلو."
ښاغلی سیحون وايي، افغانستان د پروژو د تطبیق په برخه کې له ستونزو سره مخ دی او نهشي کولای د اقتصادي پروژو تخنیکي مطالعه په یوازې ډول ترسره کړي.
دی ټینګار کوي، په هغه وخت کې چې افغانستان وکولای شي په خپلو ظرفیتونو په سم ډول کار وکړي او له هغې نه د سیمهییز ګډ کار په برخه کې استفاده وکړي، کولای شي د سیمهییزو همکاریو نه په سم ډول ګټه پورته کړي.
راپور: اکرامالله اکرام