د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

عبدالله: حکومتي ادارې باید مېرمنو ته مناسبه او مصونه کاري زمینه برابره کړي


د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، حکومتي ادارې باید مېرمنو ته مناسب او مصونه کاري زمینه برابره کړي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، د ملي یووالي حکومت مېرمنو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو په برخه کې اقدامات کړي، خو کافي نه‌دي.

ښاغلي عبدالله د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۲۸» د پروموټ په نامه له روزنیز پروګرام څخه د ۴۰۰ نجونو د فراغت غونډې ته همداراز وویل چې په سیاسي، ټولنیزو او د حکومتوالۍ په چارو کې د ښځو فعاله ونډه د افغانستان روښانه راتلونکې تضمینولای شي.

افغان مېرمنې
افغان مېرمنې

نوموړي زیاته کړه:

"له هغه مهال څخه چې افغانستان له کړکېچ سره مخ دی او له بده مرغه اوس هم دغه حالت دوام لري، موږ ډېر وروسته پاتې یو، خو ستاسو زحمت او فعاله ونډه کولای شي دغه مسئله جبران کړي، که تاسو خپل یووالی وساتئ، نو کولای شئ چې د اصلاحاتو او سمون لپاره په یو قوت تبدیل شئ."

پروموټ پروګرام د امریکا د متحده ایالاتو د پراختیايي ادارې له لوري په بېلابېلو برخو کې د افغان مېرمنو د پیاوړتیا په هدف رامنځته شوی دی.

یاد روزنیز پروګرام د پنځو کلونو لپاره دی چې د امریکا د پراختیايي ادارې د معلوماتو پر اساس ۲۰۰ میلیونه ډالره لګښت پرې راځي.

د پروموټ پروګرام په چوکاټ کې به تر ۲۰۲۰ میلادي کاله ۷۵ زره افغان مېرمنې په بېلابېلو برخو کې وروزل شي.

تر دې دمه د یاد پروګرام له لارې زرګونه افغان مېرمنو روزنه لیدلې ده.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان نجونې چې د پروموټ پروګرام په چوکاټ کې یې روزنه لیدلې وايي، یاد پروګرام ورته ګټور وو، خو لا هم په افغانستان کې د نجونو د کار کولو پر وړاندې ګڼې ستونزې پر خپل ځای دي.

نوموړي زیاته کړه:

"وږمه ابراهیم‌خېل یم، په دولتي ادارو کې تبعضي چلند یوه جدي مسئله ده او زموږ غوښتنه دا ده چې باید موږ ته د کار مصونه زمینه برابره شي ځکه موږ زحمت ایستلی دی."

"سهیلا سادات یم، کله چې په ادارو او په خاصه توګه په دولتي ادارو کې تبعیضي چلند موجود وي، هغوی ځورول کېږي دا لامل کېږي چې نجونې کار کولو ته زړه ښه نه‌کړي."

افغان مېرمنې
افغان مېرمنې

د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواکې ادارې رئیس نادر نادري بیا یادې غونډې ته وویل چې په دولتي ادارو کې د کار کولو لپاره مېرمنو ته ځانګړي سهولتونه په پام کې نیول شي دي.

خو له پروموټ پروګرام څخه یو شمېر تازه فارغې شوې نجونې بیا انتقاد کوي چې د ښځو د پیاوړتیا او دوی ته د مصون چاپېریال د رامنځته کېدو په برخه کې د حکومت ژمنې تر ډېره نه‌دي عملي شوي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG