نن پنجشنه د مارچ اتمه، د ښځو نړیواله ورځ ده.
د دغې ورځې د لمانځلو لپاره په افغانستان او نورو هېوادونو کې، غونډې او کنفرانسونه جوړېږي.
د مارچ اتمه هر کال په افغانستان او په تېره په کابل کې د حکومت او د ښځو د حقونو د ملاتړو بنسټونو لهخوا، د غونډو په جوړولو سره لمانځل کېږي، خو پوښتنه دا ده چې دغه غونډې کولای شي په لیرې پرتو سیمو کې، د افغان مېرمنو ستونزې هوارې کړي؟
دا پوښتنه ځکه مطرح کېږي چې د افغانستان په ځینو ولایتونو او لیرې پرتو سیمو کې، ښځې د دوی له حقونو او د مارچ له اتمې خبرې نهدي.
دوی وايي، د ښځو د حقونو ځیني ملاتړ بنسټونه چې د افغانستان د ښځو په نامه مرستې ترلاسه کوي، ښځې ترې ونډه نهشي اخیستلی له همدې امله د ښځې د ورځې لمانځل هم کومه معنی نهلري.
د فاریاب ولایت یوې اوسېدونکې حمیرا ازادي راډیو ته وویل چې ښځې له خپلو ډېرو حقونو بېبرخې دي او پوښتنهیې هم نهکېږي.
نوموړې زیاته کړه:
"موږ یې له مرستو بېبرخې یو، ورځ لمانځي او هر څه په خپله اخلي، خوري يې او وړي یې، موږ هېڅ نهپوهېږو چې د ښځو ورځ څه ده، موږ د هېڅچا مرسته نهده لیدلې، ستونزې زیاتې دي، د لمانځلو پر ځای دې زموږ ستونزو ته رسیدهګي وشي."
د کونړ له ولایته نازیه وايي، د ښځو د ورځې په هکله هېڅ معلومات نهلري.
دا زیاتوي:
"زه د ښځې له ورځې خبره نهیم، په کور کې ډېرې ستونزې لرو، له حکومته غواړو چې زموږ ژوند ته دې پام وکړي، له موږ سره دې مرسته وشي."
د ولسي جرګې د ښځو چارو د کمېسیون ځیني غړي وايي، د مارچ اتمه د هېواد په لویو ښارونو کې په یو څو شعارونو، په سمبولیکه توګه لمانځل کېږي.
دوی له حکومت او د ښځو د ملاتړو ټولو بنسټونو غواړي چې که د افغانستان د ښځو خدمت ته ژمن وي، باید د ښځو د ستونزو هوارولو ته عملي پلانونه ترتیب کړي.
د دغه کمېسیون یوې غړې شیرین محسني ازادي راډیو ته وویل:
"راځئ تصمیم ونیسو، هڅه وکړو، پروګرامونه ولرو او د افغانستان د ښځو لپاره عملي کارونه وکړو، نه دا چې یوازې شعارونه ورکړو چې ګواکې د ښځو حقونو ته درناوی کوو. په خواشينۍ سره چې دغه غونډې د ښځو ستونزې نهشي هوارولی، ښځې په کلیو او بانډو کې اوسېږي له انساني حقونو څخه خبرې نهدي او هر ظلم چې پرې کېږي، قبلوي یې."
مېرمن محسني وایي، سره له دې چې په وروستیو شااوخوا ۱۷ کلونو کې، د ښځو فعالیتونو اړوند لاسته راوړنې شته، خو د کلیوالو ښځو په ژوند کې لازم بدلون نهدی راغلی.
د دې په خبره کوم قوانین، پروګرامونه او ستراتېژۍ چې جوړې شوي اکثرهیې غیر عملي دي او کومې مرستې چې د ښځو د توانمندۍ لپاره شوي، یوازې ښار کې مېشتو ښځو لپاره لګول کېږي.
بلخوا د افغان مېرمنو شبکه وايي، د مارچ د اتمې لمانځل نمایشي بڼه نهلري.
د دغې شبکې د عدالت غوښتنې د څانګې مشره عالیه امرخېل ازادي راډیو ته وویل، دوی هر کال د ښځو د وضعیت په اړه څېړنیز راپورونه چمتو کوي او د ښځو د نړیوالې ورځې د لمانځلو پر مهالیې، حکومت او نورو صلاحیت لرونکو بنسټونو ته سپاري.
مېرمن امرخېل زیاتوي:
"موږ یو هدف لرو، موږ نمایشي لمانځل نهکوو، موږ غواړو یو کره سند وړاندې کړو، حکومت ته وړاندیز ولري او دغه سند په رسمي توګه حکومت او صلاحیت لرونکو نبسټونو ته ولېږو او له دغې ورځې نهیې په استفادې سره تعقیب کړو."
د ښځو د مدافعینو په خبره اوس په ولایتونو کې څه باندې درې نیم میلیونه ماشومان چې ۷۰ فیصدهیې نجونې دي، له زدهکړو بېبرخې دي او همدارنګه په ولایتونو کې د ښځو ډېره فیصدي د کورني تاوتریخوالو قرباني کېږي.
د افغانستان د ښځو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د روان لمریز کال له پیل راهیسې یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۱۹ قضیې ثبتې کړي چې ډېرې یې په لیرې ولایتونو او لیرې پرتو ولسوالیو کې پېښې شوې دي.
د دغه وزارت مرستیاله نبیله مصلح وايي، سږ کال ژمنه دا ده چې د ښځو او په تېره د کلیوالو ښځو ستونزو ته رسیدهګي وشي.
دا وايي:
"سږنۍ ژمنه، د کلیوالو ښځو د ستونزو هوارول دي، له همدې امله د ښځو چارو وزارت پلان لري چې د ولایتونو په کچه د ښځو د توانمندۍ لپاره سمپوزیمونه دایر کړي، د ښځو ستونزې راټولې او هڅه وکړي چې د دوی ستونزې د همدغو سترو ملي پروګرامونو له لارې هوارې کړي."
که څه هم په وروستیو کلونو کې د افغانستان ښځو په سیاسي، فرهنګي او ټولنیزو برخو کې پرمختګونه کړي، خو د ولسي جرګې د ښځو چارو د کمېسیون غړې شیرین محسني په خبره، افغان مېرمنې اوس هم په لیرې پرتو سیمو کې ګڼې ستونزې لري.
نا امني، د ټولنې ځیني دودونه، تاوتریخوالی، بېوزلي، ښوونې او روزنې، روغتیا او عدلي او قضايي ارګانونو ته د ښځو نهلاسرسی او داسې نورې هغه ستونزې دي چې د افغانستان ښځې ورسره مخ دي.
راپور: خان محمد سیند