د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۰۴

ګاسمن: جان نیکلسن په افغانستان کې د پخوانیو نورو قوماندانانو غلطۍ تکراروي

د بشري حقونو د څار د ټولنې یوې څېړونکې په‎دې وروستیو کې په یو مطلب کې لیکلي چې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان په افغانستان کې هغه غلطۍ تکراروي چې نورو قوماندانانو له ده مخکې کړې وې.

پټریساګاسمن لیکي، جنرال جان کمبل چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان و؛ ویلي و چې په افغانستان کې به د ژور بدلون شاهد وي.

له ده مخکیني قوماندان جنرال جوزف ډنفورډ په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د افغانستان په جګړه کې بریا هغه خبره بللې وه چې د ده په وینا بحث نه‎دی په‎کې په کار.

له هغه مخکې جنرال جان الن اعلان کړی و چې دا جګړه به وګټي.

په ۲۰۱۱ میلادي کال کې جنرال ډیویډ پټرائوس ویلي و، د جګړې اختیار یې له طالبانو څخه اخېستی دی.

په ۲۰۱۰ میلادي کال کې جنرال سټینلي مک کريستال ویلي و چې بریا لا هم ممکنه ده او په ۲۰۰۹ میلادي کال کې جنرال ډیوېډ مک کیرنن ویلي و چې امریکا په افغانستان کې نه ماتېږي.

جنرال سټینلي مک کريستال
جنرال سټینلي مک کريستال

د بشري حقونو د څار ټولنې «HRW» جګ‎پوړي څېړونکې او لیکواله پټریساګاسمن لیکي:

په‎دې وروستیو کې چې د بې پیلوټه الوتکو د حملو د یو قرباني ځوان لیدو ته ننګرهار ته تللې وه، یو ۱۵ کلن یې ځوان ولید چې دواړه پښې یې په بمبارۍ کې پرې شوې او د ښځو په ګډون د کورنۍ څو غړي یې هم وژل شوي وو.

مېرمن ګاسمن لیکي:

اوسنی قوماندان جنرال جان نیکلسن باید تر ټولو زیات په حقیقت پوه وي او بریاوې دې د قوماندانانو په ویناوو کې نه لټوي بلکې د بې پیلوټه الوتکو د حملو د قربانيانو لیدو ته دې روغتونونو کې دې ولاړ شي او وادې وري چې هغو څه وايي.

لیکواله زیاتوي چې له ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې د افغانستان په جګړه کې له ۲۸ زرو زیات ملکي وګړي وژل شوي او له ۵۲ زرو زیات نور ټپیان شوي.

مېرمن ګاسمن لیکي چې دا ملګرو ملتونو ته رسېدلي، رسمي ارقام دي او ښايي اصلي ارقام له‎دې زیات وي.

مېرمن ګاسمن په خپل مطلب کې هغه هوايي حملې یادوي چې د ملکي تلفاتو باعث شوي او لیکي:

که امریکايي قوماندانان د ملکي تلفاتو د شمېر په اړه له عینې شاهدانو سره خبرې وکړي، نو پوه به شي چې ملکي خلک ولې وژل کېږي.

پټریساګاسمن
پټریساګاسمن

طالبان او نورې وسله‎والې ډلې په سلو کې د ۷۰ ملکي تلفاتو مسؤل ګڼل کېږي؛ په‎داسې حال کې چې ملکي وګړو ته د افغان او نړیوالو ځواکونو په حملو کې هم تلفات اوښتي دي.

لیکواله زیاتوي، امریکايي چارواکي د قاري حکمت‎الله په ګډون د داعش ډلې د قوماندانانو د وژلو په اړه خبرې کوي او په دې باور دي چې پر وسله‎والو مخالفینو فشار زیات شوی، خو دا زیاتوي، دا فشار هومره نه‎دی چې طالبان د سولې او خبرو مېز ته کینوي.

پټریساګاسمن د مطلب په پای کې لیکي که امریکايي پوځیان د افغان پولیسو او ملېشو په لیکو کې د بشري حقونو له سرغړوونکو قوماندانانو او ټوپکمارانو سره ملګرتیا ختمه، د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره رښتیني ګامونه پورته او قربانیانو ته مناسب تاوان تضمین کړي او همدا راز د ملکي تلفاتو له عاملانو سره حساب کتاب وکړي، نو ښايي وکولای شي چې د خلکو باور ترلاسه کړي او خلک به هغه مهال د دوی هرکلی وکړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG