د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

OPCWد زهري موادو د څرنګوالي په اړه د بریتانوي څېړونکو تحلیل تائید کړ


پر کیمیاوي وسلو د څار یوې نړیوالې ټولنې د روسیې د استخباراتو د پخواني جاسوس سیرګي سکريپال او د هغه د لور د مسمومولو لپاره د کارول شویو زهري موادو د څرنګوالي په اړه د بریتانوي څېړونکو تحلیل تائید کړی دی.

د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان «OPCW» چې مرکز یې په هاګ کې دی پرون په یو راپور کې وویل چې د روسیې د استخباراتو پر پخواني جاسوس سیرګي سکريپال او د هغه پر لور د کیمیاوي موادو د برید په اړه د دوی او بریتانوي څېړونکو د تحقیقاتو نتایج یوشان دي.

OPCW که څه هم د دې موادو نوم نه دی اخیستی، خو ویلي یې دي چې دا مواد ډېر زیات خالص وو.

بریتانیا ویلي چې دا مواد یوازې پوځونه جوړولای شي.

سکریپال او لور یې یولیا د مارچ په څلورمه نېټه وروسته له هغه روغتون ته واستول شول چې د بریتانیا په سالیزبوري ښار کې پر یوه چوکۍ په بېسده حالت کې وموندل شول.

بریتانیا پر ولسمشر ویلادیمیرپوتین تور لګولی دی چې د سکریپال او د هغه د لور د وژنې لپاره یې د نوویچوک «Novichok» په نوم د اعصابو له فلجوونکو زهري موادو د کار اخیستو هڅه کړې.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون د OPCW د راپور له خپرېدو وروسته وویل، روسیه له کلونو راهیسې د زهري موادو په وسیله د حملو سابقه لري:

ینس سټولټنبرګ
ینس سټولټنبرګ

"د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان په خپل راپور کې د بریتانیا دا موندنې چې د سالیزبوري په حمله کې د اعصابو له فلجوونکو موادو کار اخیستل شوی تائید کړي دي، دا لومړی ځل دی چې د ناټو په قلمرو کې د اعصابو د فلجوونکو زهرو په وسیله حمله کېږي، طبعاً موږ په دې برخه کې ډېر جدي اقدامات وکړل، خو په دې هم باید پوه شو چې دا په تېرو څو کلونو کې د روسیې له خوا د بېرحمانه چلند د لړۍ او سوابقو یوه برخه ده."

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن د کیمیاوي وسلو د مخنیوي د سازمان د پروني راپور له خپرېدو وروسته په یوه بیان کې وویل چې په دې کې اوس هېڅ شک نه دی پاتې چې په دې قضیه کې د چا لاس و، ځکه د ده په وینا یوازې روسیه د دې کار لپاره انګېزه او سابقه لري.

د بریتانیا د استخباراتي ادارې GCHQمشر جریمي فلیمېنګ Jeremy Flemingهم پر روسیې تور ولګاوه چې د سکريپال په قضیه کې یې د جنایي او دولتي فعالیتونو ترمنځ پوله ماته کړې او ویې ویل، دا پېښه ښيي چې روسیه څومره زیاتې بېرحمۍ ته چمتو ده.

د بریتانیا د استخباراتي ادارې GCHQ مشر جریمي فلیمېنګ
د بریتانیا د استخباراتي ادارې GCHQ مشر جریمي فلیمېنګ

روسیې د سکریپال د مسمومولو په قضیه کې لاس لرل رد کړي، خو د بریتانیا ګڼ شمېر متحدو هېوادونو له دې پیښې وروسته له یونیم سلو زیات روسي ډيپلوماټان او سفارتي مامورین وایستل.

د روسیې حکومت هم وروسته ورته ځوابي اقدام وکړ.

XS
SM
MD
LG