د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

بریتانیا سکریپال او لور ته‌یې په امریکا کې په بل نوم د استوګنې امکان برابروي


د سنډې ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د بریتانیا حکومت غواړي چې د روسیې د استخباراتو پر پخواني جاسوس سرګي سکریپال او د هغه پر لور یولیا د راتلونکو حملو د مخنیوي او هغو ته د یو نوي ژوند د چمتو کولو په مقصد دواړو ته نوي هویتونه ورکړي او احتمالاً په متحده ایالاتو کې نوی ژوند ورته برابر کړي.

سنډې ټایمز د بریتانیا د استخباراتي ادارې «MI6» د چارواکو له قوله راپور ورکوي چې وايي، دوی د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې یا د «CIA» له چارواکو سره په دې اړه خبرې کړي.

د بریتانیا استخباراتي اداره
د بریتانیا استخباراتي اداره

د ورځپاڼې د راپور له مخې بریتانوي چارواکو ویلي، ښايي سکریپال او د هغه لور خپل نوی ژوند په امریکا، کاناډا، استرالیا یا هم نوي زیلانډ کې چې له بریتانیا سره د استخباراتي معلوماتو د شریکولو موافقې لري پیل کړي.

بل‌خوا یوې استخباراتي سرچینې چې د سنډې ټایمز په وینا د خبرو له جریانه باخبره ده، ورځپاڼې ته ویلي چې په غالب ګومان دوی به امریکا ته واستول شي، ځکه هلته د دوی د وژنې چانس کم دی او په نوي هویت ساتنه‌یې اسانه ده.

د بریتانیا حکومت تر اوسه په دې اړه رسمي تبصره نه‌ده کړې.

د بریتانیا او روسیې ترمنځ اړیکې وروسته له هغه ترینګلې شوې چې د روسیې د استخباراتو دا پخوانی جاسوس او لور یې په زهرو مسموم شول.

دوی د مارچ په ۴مه نېټه په سالزبري ښار کې پر یوه څوکۍ په بې‌سده حالت کې وموندل شول او اوس په یوه روغتون کې تر علاج لاندې دي.

یولیا له پېښې یوازې یوه ورځ مخکې د خپل پلار لیدو ته چې له نږدې اوو کلونو راهیسې په بریتانیا کې اوسېږي، سالزبري ښار ته رسېدلې وه.

بریتانوي چارواکي وايي، دوی د اعصابو د یو ډول فلجوونکي ګاز په وسیله مسموم شوي.

بریتانیې پر روسیې د دې حملې تور لګولی، دا یې یو عمدي قتل بللی او له مسکو څخه‌یې د دې پېښې په اړه وضاحت غوښتی، خو مسکو په دې قضیه کې لاس لرل رد کړي دي او برعکس تور لګوي چې دا برید په خپله بریتانیا کړی دی.

د سکریپال قضیه له سړې جګړې په راوروسته موده کې د بریتانیا له متحدو هېوادونو او امریکا څخه په بې‌ساري شمېر د روسي ډيپلوماتانو د ایستلو باعث شوه.

روسیې هم د ځوابي اقداماتو په توګه د لوېدیځو هېوادونو زیات شمېر ډيپلوماتان وایستل.

XS
SM
MD
LG