د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۷ کابل ۰۷:۳۴

د سویډن صدراعظم: له روسیې د بریتانیا پوښتنو ته د ځواب په تمه یو


د سویډن صدراعظم اسټفان لوون

د سویډن صدراعظم وايي، هېواد یې له روسیې تمه لري چې د یوه پخواني دوه طرفه روسي جاسوس د مسمومېدو په قضیه کې د بریتانیا پوښتنو ته ځواب ووايي.

اسټفان لوون د خپلې بریتانوۍ سیالې ترزا مې سره په استکهلم ښار کې په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، په‎دې اړه چې په راتلونکي کې د روسیې په وړاندې څه ډول اقدامات وشي، تر اوسه کومې نتیجې ته نه‎دی رسېدلی، خو نوموړي د مسکو پر ضد د شدیدو اقداماتو احتمال هم رد نه‎کړ.

د بریتانیا صداعظمې هم په‎دې خبري غونډه کې وویل، د روسیې په وړاندې د راتلونکو اقداماتو په اړه به د لندن له متحدانو سره شریکې خبرې اترې وشي.

بریتانیا او یو شمېر لوېدیځو هېوادونو روسیه تورنه کړې چې د پخواني روسي جاسوس سرګي سکریپال او د هغه د لور یولیا په مسمومېدو کې یې لاس درلود.

مسکو پرله‎پسې په‎دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG