د پخواني روسي جاسوس سرګي سکریپال لور یولیا پرون دوشنبې له روغتون څخه رخصت شوې ده.
د سالزبري روغتون مشرې کرسټین بلنشارد نن سې شنبه په یوه بیان کې دا خبره تأیید کړې ده.
دی وايي:
"د یولیا د پلار صحي وضعه ښه ده. د جمعې په ورځ مې اعلان وکړ چې ښاغلی سکریپال اوس ډېر بد نه دی. که څه هم چې د لور په نسبت یې روغتیايي حالت مخ په ښه کېدو دی خو هیله ده چې هغه هم ژر رخصت شي."
د بریتانیا صدراعظمې ټرزا مې له دې خبر هرکلی کړی او یولیا ته یې د ښه صحت هیله کړې ده.
په لندن کې د روسیې سفارت هم یولیا ته د ښه کېدو په خاطر مبارکي ورکړې، خو ټینګار یې کړی چې د یولیا او سرګي په پټه ساتل به د یوې یرغمل نیونې په څېر یا هم د یوې اجباري انزوا په توګه ولیدل شي.
یولیا له خپل پلار سرګي سکریپال سره یوځای د مارچ په څلورمه په سالزبري کې په بې سده حالت کې وموندل شول چې وروسته بیا معلومه شوه د اعصابو په فلجونکو موادو مسموم شوي و.
بریتانیا روسیه تورنوي په یو ډول کیمیاوي موادو چې نوویچوک نومېږي او په پخوانۍ شوروي کې تولیدېدل د پخواني روسي جاسوس د وژلو هڅه کړې وه.
خو روسیه د سرګي سکریپال او د هغه د لور په مسمومولو کې لاس لرل رد کړل.
د بریتانیا او روسيې دې لانجو د مسکو او لوېدیځ ترمنځ ډیپلوماتیک کړکېچ رامنځته کړی دی.