د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

ییلدریم: ترکیه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کوي


د ترکیې صدراعظم وايي، په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره طالبان باید د افغان حکومت لخوا د سولې رامنځته شوی تاریخي فرصت له لاسه ورنه کړي.

بن علي ییلدریم چې په یو ورځني سفر کابل ته راغلی د یکشنبې په ورځ یې د افغان حکومت له اجرائیه رئیس سره یوې ګډې خبرې ناستې ته وویل چې تروریستانو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې د سولې پروسه له ننګونو سره مخ کړي.

ښاغلي ییلدریم د خبرې ناستې پرمهال طالبانو ته د افغان حکومت د سولې له وړاندیزه هم هرکلي وکړ.

نوموړي زیات کړه:

"طالبان باید له دغه تاریخي فرصت نه استفاده وکړي او هغه له لاسه ورنه کړي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې هغوی " طالبان" د سولې له پروسې سره يوځای شي، ترکیه د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې او د سولې د ټینګښت په برخه کې ښې تجربې لري او له دې مسئلې ملاتړ کوي، تروریستانو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې سوله وننګوي."

افغان طالبان
افغان طالبان

د ترکیې صدراعظم دغه شان ژمنه وکړه چې هېواد به یې په امنیتي او دفاعي چارو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ښاغلي ییلدریم د کابل او اسلام اباد اړیکو ته په اشارې سره وویل چې کابل ته د پاکستان د صدراعظم سفر د اړیکو د ښه والي لپاره نیک ګام و.

له ترکیې نه د افغان کډوالو راستنېدنه، د افغان ترک ښوونځیو کمیت او کیفت، د سوداګریزو چارو پراختیا او د کابل او انقرې ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتیا هغه مهم مسایل وه چې د ترکیې د صدراعظم او د افغان حکومت د اجرائیه رئیس ترمنځ پرې بحث وشو.

د ترکیې له صدراعظم بن علي ییلدریم سره په دغه سفر کې د هغه هېواد د کابینې پنځه وزیران، د پارلمان یو شمېر غړي او سوداګر ملګرتیا کوي.

په ورته وخت کې یادې خبرې ناستې ته د افغان حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله وویل چې ترکیې په افغانستان کې له افغان ځواکونو سره په ګډه د سولې د ټینګښت په برخه کې قربانۍ ورکړي دي.

د ښاغلي عبدالله په خبره افغانستان او ترکیې له پخوا راهیسې ښې اړیکې پاللي او افغانان په بېلابېلو برخو کې د دوی ملاتړ او مرستو ته په درنه سترګه ګوري.

نوموړي زیاته کړه:

"د ترورېزم پر وړاندې د مقابلې په برخه کې دوی له موږ سره هم فکره دي او د سولې لپاره د افغان حکومت له هڅو یې هرکلی وکړ، موږ یې له همکارۍ څخه مننه کوو او دغه شان له دې هرکلی کوم چې دوی د درې اړخیزې سرمشریزې لپاره زمینه مساعده کړه."

ښاغلي عبدالله وویل چې دا ناسته به هم د افغان سولې د هڅو په دوام وي خو د دغې ناستې د اړخونو او دقیقې نېټې به اړه یې جزئیات ورنه کړل.

له دې سره هممهاله د ترکیې صدراعظم د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم ولیدل.

د جمهوري ریاست د ویندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل چې د ترکیې صدراعظم له ښاغلي غني سره په کتنه کې وویل چې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کوي او په دې برخه کې یې د هر ډول همکارۍ په اړه چمتووالي وښود.

پر همدې مهال د ولسي جرګې یو شمېر غړي کابل ته د ترکیې د صدراعظم سفر ګټور او د سولې د ټینګښت پر لور مثبت ګام بولي.

د ولسي جرګې غړې رحیمې جامي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ترکیه هم له پاکستان او هم له طالبانو سره ښې اړیکې لري او په افغانستان کې یې هم په اړه عمومي نظر بد نه دی.

د اغلې جامي په خبره، که ترکیه وغواړي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ ښه منځګړیتوب کولای شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG