د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

واشنګټن پوسټ: سولې ته د رسېدو لپاره د افغانستان مزل اسانه نه دی


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په همدې عنوان د افغان سولې په باب یوه مقاله لیکلې ده.

څو ورځې مخکې د تاشکند په نړیوال کنفرانس کې له طالبانو سره د سولې په خاطر د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له وړاندیزنو پراخ هرکلی وشو او نړیوالې ټولنې له طالبانو وغوښتل چې دا وړاندیزونه ومني.

خو واشنګتن پوسټ سره له دې هم د افغانستان د سولې لرلید خړ بللی او په وړاندې پراته خنډونه یې د پنځو پوښتنو په توګه مطرح کړي دي.

  • ایا طالبان به د سولې خبرو ته حاضر شي؟ د سولې تړون به څنګه وي؟ د دغه تړون ماتوونکي عوامل به څه وي؟ سوله به څنګه تطبقیږي؟ او ایا جګړه به دوام وکړي؟

واشنګتن پوسټ لیکلي چې افغان ولسمشر طالبانو ته یو جامع وړاندیز وکړ خو طالبانو په خاصه توګه د دوی مشر ملاهبت الله لا هم ځواب نه دی ورکړی چې دا چوپتیا ځینو شننونکو یوه مثبته نښه بللې ده.

ورځپاڼې لیکلي چې که فرضاً طالبان سوله ومني د دې سولې په شکل باندې اجماع او د ښکېلو خواو افغان حکومت، امریکا او طالبانو د غوښتنو تضاد یوه ننګونه رامنځته کوي.

واشنګتن پوسټ وړاندیز کړی چې که څه هم امریکا د سولې پرېکړه افغان حکومت او طالبانو ته پرېښې خو د طالبانو د راضي کولو لپاره د سولې د مقررو په جوړولو کې امریکا ډېر واک لري.

واشنګتن پوسټ د سولې د خبرو پر مهال د بریدونو دوام، د طالبانو د کوم مشر ترور یا هم د ښکېلو خواو د کوم ناخوښ عامل له خوا د سولې د پروسې په وړاندې موانع د سولې ماتوونکي عوامل یاد کړي.

د مقالې لیکوال د طالبانو په منځ کې ځینې کړۍ، ځینې افغان سیاستوال، داعش او القاعده او په پاکستان، هند، ایران او روسیه کې ځینې عوامل هم د سولې د تړون احتمالي ماتوونکي بللي دي..

ورځپاڼې څلورم عامل داسې تشریح کړی چې کیدای شي ښکېلې خواوې له خپلو سیالانو، او مخالفین هم تر بې وسلې کېدو وروسته له خپلې بقا اندېښنه ولري چې د سولې تطبیق به لا ستونزمن کړي.

د لیکوال په خبره د دریمګړي ضمانت به دا چاره اسانه کړي.

او وروستی عامل د کورنۍ جګړې دوام دی چې د لیکوال په باور د سولې مخالف سیاستوال ځان په خطر کې احساسوي او د ولسمشر غني په ضد به پاڅیږي چې دا په خپله هغه اړ باسي څو له سیاستوالو سره د لاس او ګریوان کېدو پر ځای له طالبانو سره جنګ ته دوام ورکړي.

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني د فبروري په اته ویشتمه له قید او شرط پرته طالبانو ته د سولې وړاندیز وکړ چې د نړیوالې ټولنې او ګڼو افغان سیاستوالو له تود هرکلي سره مخ شو.

د ملګرو ملتونو خپرونې اېرین لیکلي چې په ژمي کې د واورو او باران له لږ اورښت وروسته د خوراکي موادو د کمښت او د کډوالۍ د زیاتېدو اندېښنې زیاتې شوي دي.

دې خپرونې د امریکا د فضايي څېړنو د ادارې ناسا په حواله ویلي چې سږ کال په تېرو شپاړسو کلونو کې په افغانستان کې کمه واوره اورېدلې ده.

د رپوټ په اساس د اوبو کموالی حاصلات کموي چې دا په خپله په کرنیزو چارو کې د بوختو کسانو د شمېر د کمښت معنی ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانان له پاکستان، ایران او اروپايي هېوادونو خپل هېواد ته استول کیږي او د کاري فرصتونو کمښت به د دې لامل شي چې یو شمېر یې بېرته له خپل هېواده ووځي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG