د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۶ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۳۰

د جرمني صدراعظمه انګلا مرکل راتلونکې اوونۍ واشنګټن ته ځي


سپینه ماڼۍ وايي، د جرمني صدراعظمه انګلا مرکل به د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې لپاره په راتلونکو اونیو کې واشنګټن ته سفر وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې هوګان ګیدلي پرون تأیید کړه چې مېرمن مرکل به امریکا ته سفر وکړي، خو نور جزئیات یې ورنه کړل.

یوه جګپوړي امریکايي چارواکي رویټرز اژانس ته ویلي چې د امریکا او جرمني مشران به د روانې میاشتې په ۲۷ مه نېټه سره وګوري.

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون هم په پام کې لري چې له مېرمن مرکل څخه درې ورځې مخکې امریکا ته سفر وکړي او له ولسمشر ټرمپ سره وګوري.

د جرمني او فرانسې مشران د مې د میاشتې له دولسمې څخه چې ولسمشر ټرمپ د ایران او لویدیځو هېوادونو ترمنځ د اټمي موافقې د اصلاح مهلت ټاکلی، مخکې واشنګټن ته ځي.

فرانسې او جرمني چې د نورو قدرتونو ترڅنګ یې دا موافقه لاسلیک کړې، له متحد ایالاتو څخه غوښتي دي چې له دې موافقې ونه وځي.

ټرمپ ویلي چې تهران د بالستیک توغندیو په توغولو او د وسله والو یاغیانو په ملاتړ سره له دې موافقې سرغړونه کړې.

XS
SM
MD
LG