د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

د پاکستان کرکټ لوبډلې ویسټ انډیز ته په کراچۍ کې ماتې ورکړه


د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د وېسټ انډیز کرکټ لوبډلې ته د ۳ شل اوریزو سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې ستره ماتې ورکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د وېسټ انډیز د کرکټ لوبډله د شنبې په ورځ له پاکستان سره د ۲۰ اوریزو لوبو د یوې لړۍ لپاره پاکستان ته راغلې ده.

په پاکستان کې د نړیوال کرکټ تر بندېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د وېسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډله تر ۱۲ کلونو وروسته د لوبو لپاره پاکستان ته تللې ده.

د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ ۲۰ اوریزه لوبه د یکشنبې په ماښام د کراچۍ ښار په نېشنل سټډیوم کې وشوه چې د پاکستان کرکټ لوبډلې په‎کې وېسټ انډیز ته په ۱۴۳ منډو ماتې ورکړه.

که څه هم د دغه ۳ شل اوریزو لوبو د لړۍ د لومړۍ لوبې پچه یا ټاس وېسټ انډیز ګټلی و، خو پاکستان ته‌یې د بېټنګ بلنه ورکړه چې د پاکستان لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۳ منډې وکړې او وېسټ انډیز ته‌یې د ګټلو لپاره ۲۰۴ منډې هدف ورکړ.

د پاکستانۍ لوبډلې اوپنرانو بابراعظم او فخر زمان ښه لوبه پیل کړه چې بیا وروسته دا لړۍ نورو لوبغاړو هم وغځوله او بابراعظم ۱۷، فخر زمان ۳۹، حسین طلعت ۴۱، کپټان سرفراز احمد ۳۸ او شعیب ملک یوازې په ۱۴ توپونو ۳۸ منډې وکړې.

د وېسټ انډیز کرکټ لوبډله
د وېسټ انډیز کرکټ لوبډله

د وېسټ انډیز په بالرانو کې پاول، ایمریټ، پاوول ۱-۱ پاکستانی لوبغاړی اوټ کړ او دوه نور بیا رن اوټ شول.

د پاکستان د ۲۰۳ منډو په ځواب کې د وېسټ انډیز پیل ډېر بې‌خونده و، لومړۍ وېکټه‌یې یوازې په ۶ منډو وغورځېده چې بیا وروسته دا لړۍ همداسې روانه پاتې شوه او پاکستاني بالرانو کولای شول چې د وېسټ انډیز ټول ټیم په ۱۴م اوور کې یوازې په ۶۰ منډو اوټ کړي.

د وېسټ انډیز له‎خوا یوازې سیمیول تر ټولو زیاتې ۱۸ منډې وکړې.

د پاکستاني لوبډلې بالرانو ښه بالنګ وکړ چې له‎دې ډلې محمد عامر، محمد شعیب او محمد نواز ۲-۲ او حسن علي او حسین طلعت د وېسټ انډیز ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د پاکستان حسین طلعت د خپلې الراونډ لوبې له امله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

نوموړي ۴۱ منډې او ۱ وېکټه اخیستې وه.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان او وېسټ انډیز د کرکټ د لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اوریزو لوبو د لړۍ دوهمه لوبه به نن دوشنبه او درېیمه یا پایلوبه به یې سبا سې شنبه په کراچۍ کې ترسره شي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG