د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

«PSL»: ملتان سلطان، پېښور زلمي ته په کرکټ کې ماتې ورکړه


د پاکستان د تجارتي کرکټ سیالیو «PSL» لیګ په لومړۍ لوبه کې ملتان سلطان لوبډلې، پېښور زلمو ته ماتې ورکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د تجارتي کرکټ سیالیو لیګ درېیم پړاو تېره ورځ په دبۍ کې شروع شو او ټاکل شوې ده چې د راروانې میاشت تر ۲۵مې نېټې به دوام وکړي.

د دغه لیګ لومړۍ لوبه په دبۍ کې لوبغالي کې د ملتان سلطان او پېښور زلمي لوبډلو ترمنځ وشوه، چې ملتان سلطان په کې پېښور زلمي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

که څه هم ددغه لوبې پچه د ملتان سلطان لوبډلې کپټان شعیب ملک ګټلی و، خو لومړی یې پېښور زلمي ته د بېټنګ بلنه ورکړه.

پېښور زلمي لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۱ منډې جوړې کړې او ملتان ته یې د ۱۵۲ منډو هدف ورکړ.

د پېښور زلمي لوبډلې لوبغاړي محمد حفيظ ۵۹ منډې جوړې کړې او بیا وروسته د لوبډلې کپټان ډیرن سیمي تیزه لوبه وکړه او یوازې د ۱۱ توپونو یې ۲۹منډې جوړې کړې.

ملتان سلطان لوبډلې دغه هدف په وروستي ۲۰م اوور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ، پېښور زلمي ته یې په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.

د سلطان لوبډلې کماراسنګارا ۵۷ او کپټان شعېب ملک ۴۲ منډې جوړې کړې.

که څه هم د پاکستان په دغو تجارتي کرکټ سیالو په تېروو ۲ پړاوونو کې ۵ لوبډلې لوبېدلې، خو دا ځل په دغه لیګ کې ۶ لوبډې لوبېږي.

د یادونې وړ ده چې د پېښور زلمي لوبډلې د۲۰۱۷م کال د PSL لیګ اتلولي هم ګټلې وه.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG