د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

په کراچۍ کې د پاکستان د سوداګریزو سیالیو وروستۍ سیالي تر سره کېږي


د پاکستان د سوداګریزو سیالیو یا پي اېس اېل وروستۍ لوبه سبا یکشنبه په کراچۍ کې تر سره کېږي.

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، د کراچۍ په ملي لوبغالي کې د ترسره کېدونکې دغې سیالۍ لپاره په ټول ښار کې ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي او د ګڼې ګوڼې په وړاندې لوبغالي ته نېږدې اکثره برخې تړل شوې دي.

د تېر کال اتله لوبډله پېښور زلمي او اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې د پي اېس ایل درېیم پړاو سیالیو پای لوبې ته وتلې دي.

د امنیتي ستونزو له کبله، له دې وړاندې ډېرو بهرنیو لوبغاړو پاکستان ته د تګ زړه نه و ښه کړی، خو د پاکستان د کرکټ بورډ او لوبډلو د پرله پسې فشار وروسته، ځيني لوبغاړي پاکستان ته تللي او ځيني نور لوبغاړي نوي اخیستل شوي دي.

XS
SM
MD
LG