د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۰

هند نړیوال جام ته د پاکستانۍ لوبډلې هیلې ماتې کړې


هند د پاکستان له ۱۹ کلنو د کم عمره کرکټ لوبډلې د نړیوال جام هیلې ماتې کړې.

د هند لوبډلې د نړیوال جام سیالیو پای‌لوبې ته د خپلو پاکستاني سیالانو د رسېدو مخه ونیوله او دغې لوبډلې ته‌یې په دوهمه نیمه پایلوبه کې ستره ماته ورکړه.

دغه دوهمه نیمه پای‌لوبه چې د سې شنبې په ورځ د نیوزیلنډ «کرسیټ‌ چرچ» لوبغالي کې ترسره شوه، د هند له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې په‌کې د پچې تر ګټلو وروسته، لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۲ منډې جوړې کړې او پاکستان ته‌یې د ۲۷۳ منډو هدف وټاکه.

په دغې سیالۍ کې نږدې ټولو هندي لوبغاړو ښه لوبه وکړه، خو "شبمن ګېل" یوازنی لوبغاړی و چې سلیزه‌یې ووهله او د لوبې تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو.

نوموړي دغه سلیزه د ۹۴ توپونو په مټ ووهله چې ۷ څلوریزې هم په‌کې شاملې وې.

د پاکستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې په بالرانو کې محمد موسی ۴ او ارشاد اقبال ۳ هندي لوبغاړي وسوځول.

د هندي لوبډلې د لوبې په ځواب کې د پاکستانۍ لوبډلې د لوبې پیل خورا سوکه او ترینګلی و او اوپنر محمد زاید عالم د لوبډلې تر ۱۰ مجموعي منډو وروسته له میدانه بهر شو چې ورپسې بیا پاکستانیو لوبغاړو د هند د بالرانو مقابله ونه‌کړای شوه.

د پاکستان له ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ لوبډلې د خپلې هندي سیالې لوبډلې په ۲۷۲ منډو په ځواب کې په ۳۰ اورونو کې د ۱۰ لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۶۹ منډې جوړې کړې.

د هند او پاکستان له ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ لوبډلو ترمنځ د دغې دوهمې پای‌لوبې مخکې د دوشنبې په ورځ لومړۍ پای‌لوبه د استرالیا او افغانستان د لوبډلو ترمنځ وشوه چې استرالیا په‌کې افغانستان ته ماته ورکړه او پای‌لوبې ته ووت.

پاکستان به اوس د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په دغو سیالیو کې د درېیم ځای لپاره له افغان لوبډلې سره مخ کېږي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ لوبډلې تر دې مخکې په نیوزیلنډ کې د نړیوال جام د روانو سیالیو په یوه لوبه کې پاکستان ته ماته ورکړې ده.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG