د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳ کب ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۰۲

د کرکټ د ۱۹ کلنو افغان لوبډلې له استرالیا نه ماته وخوړه


د کرکټ د ۱۹ کلنو په نړیوال جام سیالیو کې افغان لوبډلې د څو پرله‌پسې بریاوو وروسته په نیمه پای لوبه کې د استرالیا د کرکټ د ۱۹ کلنو ځوانانو پر وړاندې ماته وخوړه.

په نننۍ لوبه کې ټاس یا پچه افغان لوبډلې وګټله او خپله‌یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه چې په ۴۸ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۸۱ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته‌یې د ۱۸۲ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان په منډه جوړونکو کې اکرام علي‌خېل تر ټولو زیاتې ۸۰ منډې وکړې، خو نور افغان منډه جوړونکي ښه ونه‌ځلېدل.

په دوهمه پاڼۍ کې استرالیا د یاد هدف په تعقیب لوبه پیل کړه او په ۳۸ اور کې يې د څلور لوبغاړو په سوځېدو یاد هدف پوره کړ او د دغو سیالیو پای لوبې ته‌يې لار پیدا کړه.

که څه هم افغان لوبډله په نړیوال جام سیالۍ کې له مخکې تګ نه پاتې شوه، خو د درېیم مقام د ګټلو په هدف به د راتلونکې فبرورۍ میاشتې په لومړۍ له هندوستان یا هم له پاکستان سره مخ شي.

د دې سیالیو بله نیمه پای لوبه چې ټاکل شوې، نن دوشنبه د کابل په وخت د شپې ۲ بجې او ۳۰ دقیقې د هندوستان او پاکستان د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ وشي چې ګټونکې لوبډله به له استرالیا سره په پای لوبه او بایلونکې لوبډله به‌یې د درېیم مقام د ترلاسه کولو لپاره له افغان لوبډلې سره سیالۍ وکړي.

XS
SM
MD
LG