د افغانستان د نولس کلنو کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام لومړۍ لوبه کې د شنبې ورځې سهار وختي له پاکستان سره مخامخ کېږي.
د افغانستان نولس کلنو ټیم دوه واره په اسیا جام کې پاکستان مات کړی دی.
صفي الله ستانکزي د کرکټ بورډ له ویاند فریدهوتک سره چې له ټیم سره په نیوزلینډ کې دی ټیلیفوني مرکه کړې او لومړی یې د ټیم د چمتووالي په اړه پوښتنه ترې کړې ده.