فضلالرحمن خلیل په داسې یوه هېواد کې ازاد ګرځي چې د اسلامپالو وسلهوالو فعالیت پکې جواز نهلري.
خو نوموړی چې د داسې یوې ډلې له مشرانو څخه دی چې واشنګټنیې یو ترورېستي سازمان ګڼي، نو ازاد ګرځېدلیې د ترورېزم ضد مبارزې په هکله د اسلاماباد په نیت کې شک او پوښتنې راولاړوي.
فضلالرحمن خلیل چې پخوا د القاعدې د ترورېستي شبکې له مشر اسامه بن لادن سره نږدې ملګرتیا درلوده د «حرکةالمجاهدین» ډلې د مؤسسینو څخه دی.
هند پر دغې ډلې باندې په کشمیر کې د بریدونو تور لګوي او واشنګټن وایي چې حرکةالمجاهدین افغانستان کې د بریدونو لپاره وسلهوال روزي.
دغې ډلې چې څو ځلې یې خپل نوم بدل کړی، اوسنی نومیې «انصارالامة» دی.
فضلالرحمن خلیل چې د اسلاماباد په څنډه کې اوسي د کور دروازهيې یو ټوپک په لاس ږیرور سړی ساتي.
نوموړی د خپل کور تر څنګ د خالد بن ولید په نامه یوه لویه مدرسه هم لري.
فضلالرحمن خلیل اسوشیټېډ پرس خبري اژانس سره په مرکه کې پر خپلې ډلې لګېدلي تورونه رد کړي او هغه فتوا یې ستایلې چې یو شمېر سني او شیعه ملایانو سرهیې په ګډه لیکلې او په پاکستان کې د وسلهوالو ډلو فعالیت ناروا ګڼي.
فضلالرحمن خلیل وايي، ترورېزم، ځانمرګي بریدونه، چاودنې او د بېګناه خلکو وژل د شریعت له مخې پاکستان کې جواز نهلري.
هغه زیاتوي چې د ټولو مذاهبو علما په اجماع د ترورېزم خلاف دي.
خو افغانستان پر دغې فتوا ځکه اعتراض کړی دی چې یوازې د پاکستان په هکله ده.
فضلالرحمن خلیل وویل، د افغانستان ولسمشر باید د خپل هېواد ملایان راوغواړي تر څو دغسې یوه فتوا هغوی هم صادره کړي او دی اماده دی چې کابل ته ولاړ شي او په دې هکله مرسته وکړي.
فضلالرحمن ویلي:
"که چېرې اشرف غني دا کار کوي موږ يې ملاتړ کوو او هیله لرو چې دا کار وکړي، که چېرې افغانان زموږ سره کېني موږ يې ملاتړ کوو."
پاکستان د ترورېزم ضد مبارزې او په ځانګړې توګه د حقاني د شبکې په ارتباط چې ویل کېږي په پاکستان کې پناه ځای لري د امریکا تر لوی فشار لاندې دی.
خو اسلاماباد وايي، حقاني شبکې تهيې په پاکستان کې کوم منظم پناه ځایونه نهدي ورکړي، خو کېدای شي چې افغان وسلهوال د هغو یو نیم میلیون افغان کډوالو په منځ کې وي چې پاکستان کې اوسي.
د امریکا ولسمشر د روان میلادي کال په لومړۍ ورځ خپل ټویټري پیغام کې پاکستان په درواغو او درغلۍ تورن کړ او وروستهیې پر اسلاماباد باندې سلګونه میلیونه ډالر مرسته ودروله.
د ۵۵ کلن فضلالرحمن خلیل رتبه او منزلت د وسلهوالو ترمنځ وروسته له هغې راټیټ شو چې په ۱۹۹۰ کلونو کې یې د بن لادن پر هغې یوې فتوا لاسلیک وکړ چې مسلمانانو تهیې د امریکا پر ګټو د برید امر کاوه.
د «حرکةالمجاهدین» نشرات اوس هم د مالي مرستو د ټولولو او په افغانستان کې جنګ لپاره د خلکو د تشویق په هدف کارول کېږي.
فضلالرحمن خلیل وایي، د امریکا پالېسي متناقضه او مشوشه ده او دا خبره هم ردوي چې د حقاني شبکه به له طالبانو جلا یوه ډله وي.
دی وايي چې په ۱۹۸۰ کلونو کې د شوروي د پوځونو خلاف افغانستان کې جنګېدلی دی او هغه مهال د امریکا په صف کې وو.
نوموړی ادعا کوي چې هغه مهال د امریکایانو تر څنګ په افغانستان کې جنګېدلی دی، خو هېڅکله هم کشمیر ته نهدی تللی.
کارپوهان په دې باور دي چې اسلاماباد د هغو اندېښنو له کبله چې د هند په اړهیې لري ځینو وسلهوالو ډلو ته د فعالیت ازادي ورکړې.
پاکستان د انتقادونو په وړاندې وايي چې زرګونه عسکر یې خپله خاوره کې د وسلهوالو ډلو ضد جنګ کې وژل شوي، په دومره شمېر چې د امریکا او ناټو دواړو په افغانستان کې نهدي وژل شوي.
سیت جونز، د امریکا د ستراتېژیکو او نړیوالو څېړنو د مرکز مدیر وايي، پاکستان یقیناً د ځینو وسلهوالو ډلو په وړاندې تعرضي اقدامات کړي، خو استخباراتیې د ځینو نورو وسلهوالو ډلو څخه د افغانستان او هند په څېر هېوادونو کې د بهرنۍ پالېسۍ د وسیلې په توګه کار اخلي.