د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

افغان علماء د پاکستان دیني عالمانو له خوا د انتحاري حملو حرام بلل د افغانستان لپاره ګټور بولي


د افغانستان د عالمانو شورا وايي، د پاکستان د دیني عالمانو له لوري د انتحاري حملو حرام بلل به د افغانستان پر حالاتو بې تاثیره نه وي.

داسې ښکاري چې وروستیو نا امنیو د پاکستان دیني عالمان هم دې ته اړ کړل؛ څو په دغه هېواد او سیمه کې د فعالو تروریستي ډلو پر وړاندې خپل نظر څرګند کړي.

د افغانستان د عالمانو شورا وايي؛ د پاکستان دیني عالمان اوس ځکه د انتحاري حملو پر ضد فتوا ورکوي چې نا امنیو دغه هېواد ته هم جدي ګواښونه متوجه کړل.

د دغې شورا ویاند مولوي محمد قاسم حلیمي د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره خبرو کې وویل؛ د پاکستان د دیني عالمانو وروستۍ فتوا ځکه د افغانستان لپاره ګټوره ثابتېدای شي چې تروریستي ډلې د پاکستان په خاوره کې پټن ځایونه لري:

"زه فکر کوم د پاکستان د علماوو دا موقف د افغانستان د علماو د موقف تایید دی. البته که دا فتوا په پاکستان کې تاثیر وکړي؛ نو افغانستان کې طبعي ده چې تاثیر به کوي؛ ځکه چې د هم دغو خلکو ځالې هلته دي."

د پاکستان په لاهور ښار کې شاوخوا دوه سوه دیني عالمانو په وروستیو کې یوه فتوا خپره کړه چې په یوې برخې کې یې انتحاري حملې د اسلامي شریعت له مخې ناروا بلل شوي دي.

دیني عالمانو دغه راز په خپله فتوا کې د تحریک طالبان پاکستان؛ القاعدې او نورو بنسټ پالو ډلو فلسفې غیراسلامي ګڼلي دي.

ورته فتوا څه موده مخکې د سعودي عربستان ستر مفتي هم ورکړې وه.

خو کارپوهان په دې باور دي چې د پاکستاني عالمانو دا اقدام یوازې د پاکستان تر محدودې او ګټو پورې محدود دی.

د چارو څیړونکي عبدالبصیر حقیار وايي؛ که څه هم پاکستاني عالمانو دا اقدام خپلو ګټو ته په کتو کړی؛ خو وايي چې د افغانستان پر حالاتو به هم بې تاثیره نه وي.

"د پاکستان که علما دي، که یې عوام او یا هم سیاسیون دي؛ هغوی ډېره قوي ملي انګیزه لري او د هر څه نه مخې هغوی ته پاکستان مهم دی. که وغواړي یا و نه غواړي؛ هغوی دا فتوا د ځان د نجات لپاره صادروي. ولې د افغانستان پر حالت او پر هغو کسانو چې افغانستان ته د انتحاري حملو لپاره راځي، بې تاثیره نه دي."

کارپوهان وايي، دا چې د پاکستان یو شمېر سیاسي او مذهبي مشرانو له دې وړاندې په افغانستان کې جګړې حلالې بللې وې او په خپله خاوره کې یې نا روا بولي، نو افغانانو ته لازمه ده چې له دې وضعیت څخه زده کړه وکړي.

دوی هغو افغانانو ته چې په افغانستان کې د پردیو په ځانګړې توګه د پاکستان د استخباراتي سازمان په لمسون جنګیږي؛ سپارښتنه کوي چې نور نو پرې نږدي د پاکستان د ګټو لپاره خپلې ګټې قرباني کړي.

XS
SM
MD
LG