د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

ننګرهار علماء: پاکستان وسله‌وال افغانستان کې ورانکاریو ته هڅوي


د ننګرهار یو شمېر دیني علماوو د خپلو امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ په غونډه کې ادعا وکړه چې پاکستان وسله‌والې ډلې هڅوي څو په افغانستان کې ورانکاري فعالیتونه ترسره کړي.

دغه غونډه چې د چهارشنبې په ورځ په ننګرهار کې جوړه شوې وه د دې ولایت د حج او اوقاف رئيس عبدالظاهر حقاني وويل پاکستان په خپله خاوره کې وسله‌وال روزي او بیا پرې دلته د جهاد په نوم عام خلک، امنيتي ځواکونه او ديني علما وژني.

نوموړي زیاته کړه:

"دا تاته وسلې څوک درکوي، ته چې د جهاد دعوه کوې دا واسکټ څوک درکوي؟ دا تربیت څوک درکوي؟ خو دا مرکزونه خو تاسو علماو ته ټول معلوم دي په مانسېره کې، باجوړ کې او نورو ځایونو کې چې دا ټول وزیرستان‌يې ناامنه کړی دی دا د چا کار دی څه پټه مسئله نه‌ده."

که څه هم پاکستان په ښکاره نه‌ده منلې چې دوی په خپله خاوره کې وسله‌وال روزي خو له دې وړاندې نورو بنسټونو هم پر پاکستان ورته تورونه پورې کړي وو.

په دغې غونډه کې یوه بل دیني عالم مولوي محمد صادق بیا وویل د هغو بهرنیو او داخلي وسله‌والو پر وړاندې به د امنیتي ځواکونو تر څنګ ودرېږي چې په خلکو ظلم او زیاتی کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"که هغه پاکستانی خارجي دی، که هغه ایرانی خارجي دی او که بل هېواد دی چې دلته راغلی دی غاصب دی، دا ظالم دی چې په پردۍ کوډله ورننوځي، په قران پاک کې راغلي چې ظالمانو خوا ته مه ورځئ، ملاتړ يې مه‌کوئ او د داسې خلکو په خلاف د خپلو امنيتي ځواکونو سره ودرېږئ."

ولایتي اداره وایي، د دیني علماو ملاتړ د امنیتي ځواکونو مورال تقویه کوي او دوی ته د وطن پالنې احساس ورکوي.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل بیا د جګړې په ختمېدو کې د دینې علماو رول مهم ګڼي او وایي دوی کولای شي خلکو ته د ممبرونو له لارې عامه پوهاوی ورکړي.

ګلاب منګل
ګلاب منګل

ښاغلی منګل وايي:

"دا یو قوت ورکوي زموږ ځواکونو ته، د دوی د هېواد ساتنې، د وطن پالنې روحیه نوره هم قوي کوي که دغه ديني علماء د خپلو ممبرونو له لارې پر ولس غږ وکړي لکه څرنګه چې د ځواکونو تر شا ولس ولاړ دی دا قوت نور هم پراخېدلی شي."

تر دې وړاندې هم دیني علماو، مدني فعالانو او ولسونو په پراخو غونډو کې د خپلو امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړی و.

د کتونکو په اند له امنيتي ځواکونو څخه د دیني علماو ملاتړ کولای شي ولس ته د تګ روښانه لاره وښیي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG