د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور وایي چې محمد اسحاق رهګذر به د بلخ لپاره د ښه خدمت جوګه شي.
ښاغلي نور دغه څرګندونې د بلخ لپاره د نوي والي په توګه د محمد اسحاق رهګذر د معرفي کېدو په غونډه کې وکړې.
عطا محمد نور همداراز د بلخ له خلکو غوښتنه وکړه چې له معرفي شویو سیمهییزو چارواکو سره له هېڅ ډول همکاریو دریغ ونهکړي.
د جمهور رئیس محمد اشرف غني د دفتر رئیس عبدالسلام رحیمي بیا په خپلو خبرو کې وویل چې تغییر او تبدیل په حکومتدارۍ کې یو اصل دی.
د ښاغلي رحیمي په خبره د بلخ په رهبرۍ کې تغییر په هېڅ وجه د یوې ډلې او یا هم یوه فرد د منزوي کېدو معنی نهلري.
د سیمهییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په دې اړه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي:
- پخواني معلومات
د بلخ لپاره اکرام سامع د نوي امنیه قوماندان په توګه معرفي شو.
د ولسمشر د دفتر رئیس عبدالسلام رحیمي، د بلخ پخواني والي عطا محمد نور او یو شمېر نور چارواکو د ښاغلي سامع د معرفي په غونډه کې ګډون کړی و.
د بلخ پخواني والي عطا محمد نور په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته په لنډو خبرو کې وویل چې ښاغلی سامع د کورنیو چارو وزارت د لزم دید له مخې معرفي شوی دی.
- پخواني معلومات
د نوروز په ورځ له خلکو سره د عطا محمد نور له خدای په امانۍ وروسته ویل کېږي چې نن پنجشنبه به دغه ولایت ته نوی والي او امنیه قوماندان معرفي کېږي.
د بلخ ولایت ویاند منیر فرهاد هم د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ولسي جرګې غړی محمد اسحاق رهګذر د بلخ د والي او د نهرین د ۲۰مې فرقې پخوانی قوماندان اکرام سامع به د امنیه قوماندان په توګه معرفي شي.
نوموړي زیاته کړه:
"د مذاکرو یوه برخه د بلخ د ولایت څوکۍ وه چې د جمعیت اسلامي په وړاندیز او د جمهوري ریاست په منظورۍ ټاکل شوې، محمد اسحاق رهګذر د والي او اکرام سامع د امنیه قوماندان په توګه نن له غرمې وروسته د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې معرفي کېږي."
په ورته وخت کې یوې باوري حکومتي سرچینې چې نهیې غوښتل د موضوع د حساسیت له کبله نومیې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې د حکومت او جمعیت ګوند ترمنځ په دې اړه هوکړه د پنجشنبې په شپه لاسلیک شوه.
خو یادې سرچینې د لاسلیک شوې هوکړې د جزئیاتو په اړه ډېر څه ونهویل.
سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې د بلخ د ولایت لپاره د نوي والي او امنیه قوماندان په اړه د معرفۍ په مراسمو کې به د ولسمشر محمد اشرف غني د دفتر د رئیس سلام رحیمي سربېره یو شمېر نور لوړپوړي افغان چارواکي هم ګډون وکړي.
شااوخوا درې میاشتې وړاندې ولسمشرۍ ماڼۍ د والي عطا محمد نور استعفا ومنله، خو ښاغلي نور له دغې پرېکړې سره مخالف وښود او خپله استعفا یې منتفي وبلله.
نوموړي په ټینګار سره دا ویل چې که حکومت له جمعیت اسلامي ګوند سره هوکړې ته ونهرسېږي دغهشان به پر خپل ځای پاتې شي.
که څه هم حکومت انجنیز داوود د بلخ د والي په توګه وټاکه، خو نوموړی د سیاسي لانجو له کبله بلخ ته د خپل کار د پیلولو لپاره په تګ بریالی نهشو.
که څه هم د حکومت او جمعیت ګوند ترمنځ د یادې لانجې د هواري په هدف څو پړاوه خبرې هم وشوې او د امریکا په ګډون نړیوالې ټولنې د دغې ستونزې د ژر حل غوښتنه کوله، خو له دې ټولو سره سرهیې درې میاشتې ونیولې.
د نوي کال په لومړۍ ورځ عطا محمد نور په بلخ کې د نوروز جشن او جنډې پورته کولو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې له حکومت سرهیې د اختلافاتو لویه برخه حل شوې او ډېر ژر به د ولایت څوکۍ پرېږدي.
د افغانستان د ولسي جرګې د اداري پلاوي یو شمېر غړي د حکومت او جمعیت اسلامي ګوند ترمنځ د بلخ ولایت پر سر د رامنځته شوې لانجې د هواري هرکلی کوي.
د ولسي جرګې دوهم منشي عرفانالله عرفان ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان حساسو شرایطو ته په کتو د سیاسیونو ترمنځ د نظر او عمل توحید تر هر څه مهم دی.
نوموړي زیاته کړه:
د ارګ او جمعیت ګوند ترمنځ له هوکړې موږ ملاتړ کوو، که دا ډول لانجې دوام کوي او مخهیې نهنیول کېږي فکر کوم وضعیت به لاپسې خراب شي، دا نېک ګام دی او هیله لرم چې په هېواد کې د نظام د ستنو د تحکیم او ملي یووالي د ټینګښت لامل شي."
د ښاغلي عرفان په خبره، که څه هم د حکومت، سیاسي ګوندونو او افرادو ترمنځ معاملې په خپل ذات کې د قانون حاکمیت تر پوښتنې لاندې راولي، خو په باور یې د تفاهم له لارې د حکومت او عطا محمد نور ترمنځ د لانجې هواری د وخت غوښتنه او د ولس په خیر وه.
راپور: محمد حدیث پردېس