د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

نور: زه د بلخ والي وم او یم به!


عطا محمد نور ټینګار کوي چې له ده سره باید د والي یا د دولت د مامور په توګه نه، بلکې د ملي وحدت د حکومت د جوړولو د یوه لوري په توګه چلند وشي او دی اجرائیه رئیس هم د خپلې استعفا په موضوع کې تر ولسمشر زیات پړ ګڼي.

په داسې حال کې چې د بلخ نوی والي انجنیر داود د خپلې دندې پیلولو انتظار باسي، عطا محمد نور وايي، دی د بلخ والي دی او د جمعیت اسلامي ګوند د مشرتابه ترورستۍ پرېکړې پورې به خپل کار ته دوام ورکوي.

ښاغلي نور چې په مزارشریف کې یې د بلخ د یوه جهادي قوماندان عبدالقادر ذبیح الله د تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې، ویې ویل چې د ځان د ګوښه کېدو پرېکړه یې جمعیت ګوند ته پريښې او که چېرې د حکومت او جمعیت ګوند ترمنځ خبرې بې نتیجې پای ته ورسېږي، په هغه صورت کې د بلخ ولایت څوکۍ نه پرېږدي.

نوموړي زیاته کړه:

"زه والي وم او اوس هم والي یم، که حکومت د خبرو اترو له لارې رانغې او د جمعیت ګوند د رهبرۍ شرایط يې ونه منل، د ملي یوالي د حکومت تر اخره والي پاتې کېږم. "

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ افغان ولسمشر د عطامحمد نور استعفا ومنله او انجنير داود يې د بلخ د نوي والي په توګه اعلان کړ.

جمعیت اسلامي د ارګ دغه پرېکړه یو اړخیزه او د نه منلو وړ وبلله.

ښاغلي نور هم ویلي چې دا استعفا يې څو میاشتې وړاندې له ارګ سره د خبرو پرمهال ورکړې چې اوس منتفي او د منلو وړ نه ده.

خو یوې حکومتي سرچینې د ده د نوم نه یادولو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې انجنير داود د بلخ والي دی او ډېر ژر به په خپل کار پیل وکړي.

د بلخ پخواني والي دغه شان جوړې شوې غونډه ته په خبرو کې په تنده لهجه اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله عزت پلورنکی او د لسټوني مار یاد کړ او ټینګار یې وکړ چې نوموړی یې د استعفا په مسئله کې ۷۰ فیصده لاس لري.

نوموړي ګواښ وکړ چې اجرائیه ریاست توافقي او غیرقانوني دي او جمعیت ګوند کولای شي چې د دې څوکۍ لپاره بل کس وګماري.

ده وویل:

"د ډاکتر عبدالله د قضیې په اړه، په ۲۰۱۴ میلادي کال کې چې له ده سره کوم زحمتونه موږ وګالل، حتی ورور يې ورسره ونه ګالل، خو زموږ د خدمت زره قدر يې ونه کړ، همدلته پوه شوم چې خطا شوی یم، دا د لستوڼي مار دی، همدا اوس غواړي چې د جمعیت ګوند رهبري ټوټه ټوټه کړي، ای عزت پلورونکیه!"

له دې وړاندې هم ښاغلي نور د اجرائیه رئیس په وړاندې تنده او تېزه ژبه کارولې وه.

وموغوښتل په دې اړه د اجرائیه ریاست نظر هم ولرو، خو د بیا بیا هڅو با وجود بریالي نه شوو.

ښاغلي نور دغه شان ټینګار وکړ، که چېرې ارګ د جمعیت اسلامي ګوند د مشرتابه وروستۍ پرېکړه ونه مني، دوی به لومړی په مدني حرکتونو لاس پورې کړي، خو وروسته به بیا نورې لارې هم ولټوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزي چې د شنبې په ورځ يې د جرګې د عمومي غونډې مشري کوله، له عطا محمد نوره وغوښتل چې قانون ته درناوی وکړي.

نذیر احمدزی
نذیر احمدزی

ښاغلي احمدزي وویل:

"موږ ټول د خیر د کارونو ملاتړي یوو، باید قانون ته غاړه کېږدو، استاد عطا له وطنه نه ویستل کېږي، زه ډاډه یم چې هغه به په نورو پوستونو کې ډېر خدمت وکړي. "

ښاغلي احمدزي رامنځته شوي جنجالونه د نظام لپاره لوی خطر ګڼي او له خلکو غواړي چې خپل غږ پورته او پرې نږدي چې هېواد د بحران په لور لاړ شي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG