په کندهار کې د نوي ۱۳۹۷لمریز کال په مناسبت د سلګونو قومي مشرانو او ولسي خلکو یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد شفیق ګل آغا شېرزي وویل چې د لوی کندهار د قومي مشرانو او ولسي خلکو یوه شورا جوړوي.
د ښاغلي شېرزي په وینا د دې شورا له لارې به د طالب مشرانو سره اړيکې ونيول شي او طالبان به دې ته حاضر شي چې د سولې د طرحې په عملي کولو کې عملاً مرسته وکړي.
شېرزي وویل چې ولسمشر د طالبانو ټولو شرطونو ته لبیک ویلی او دا ډله باید په سیاسي بهیر کې شامله شي.
نوموړي زیاته کړه:
"زه په اینده دوو درېیو شپو کې پلان لرم چې د لوی کندهار د مشرانو سره د قدرمن والي صاحب او د ولایتي شورا تر مشرتابه لاندې دلته سره کښېنو چې موږ وکولای شو چې څنګه د طالبانو د مشرانو سره خبرې وکړو."
په دغه غونډه کې د کندهار والي زلمي ویسا له وسله والو طالبانو سره د سولې په برخه کې د حکومت لخوا روانو هڅو ته په اشارې وویل چې وسله وال طالبان باید له دې موقع څخه ګټه واخلي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي.
والي وویل چې د سولې په راوستلو کې قومي مشران او دیني علماء ښه رول ادا کولای شي.
د یاد ولو وړ ده چې افغان ولسمشر سولې ته د رسېدو لپاره د کابل په کنفرانس کې وسله والو ته مشخص او معلوم وړاندیزونه وکړه.
په دغه وړاندیز کې د طالبانو په ګډون پر ټولو وسله والو ډلو باندې غږ شوی چې خپل اهداف د مستیقمو خبرو اترو له لارې تعقیب کړي او تاوتریخوالی ژر پای ته ورسوي.
راپور: صادق رښتینی