د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

د امریکا لوی درستیز افغانستان کې د امریکا په مشرۍ خپل اهداف ارزیابي کوي


د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز په یو ناڅاپي سفر افغانستان ته تللی دی.

د دوشنبې په ورځ افغانستان ته د امریکا د ټولو ځواکونو د لوی درستیز د سفر هدف، د پسرلي په پیل کې چې عموماً په افغانستان کې د جګړې فصل ګڼل کېږي، د پوځي عملیاتو ارزونه، د نویو امریکايي سلاکارانو د کار او د افغان هوايي ځواک په اړه ډاډ ترلاسه کول ښودل شوي.

جنرال جوزف ډانفورد افغانستان ته په لاره په الوتکه کې له ده سره ملګرو خبریالانو ته وویل،​ غواړي هغه اهداف ارزیابي کړي چې په راتلونکو څو میاشتو کې د امریکا په مشرۍ ائتلاف څنګه کولای شي په جګړه کې پرمختګ وکړي؟

جوزف ډانفورد
جوزف ډانفورد

د ډانفورد په وینا بحثونه به تر ډېره د ځواکونو پر مؤثریت متمرکز وي.

د امریکا لوی درستیز خپله دا ارزیابي د افغانستان په مأموریت کې مهمه او کلیدي وبلله.

نوموړي له ده سره ملګرو خبریالانو ته وویل، له دې کاره‌یې مقصد خپله ارزیابي ده چې په راتلونکو څو میاشتې کې څه ته منتظر واوسي.

جنرال جوزف ډانفورد د ۲۰۱۳ میلادي کال د فبرورۍ له میاشتې څخه د ۲۰۱۴ میلادي کال تر اګسټ پورې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د مېشتو نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان و.

ډانفورد د دوشنبې په ورځ افغانستان ته د سفر پر مهال همدارنګه وویل، پر دې به ډېر تمرکز واوسي، څو ډاډمنه کړي چې په افغانستان کې د ناټو اوسنی عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن د اړتیا وړ کافي منابع ولري.

دا په تېره یوه اوونۍ کې د امریکا دوهم لوړپوړی پوځي چارواکی دی چې افغانستان ته سفر کوي.

تر دې مخکې د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټېس افغانستان ته تللی و او دغلته‌یې دوه ورځې تېرې کړې.

د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز په یو ناڅاپي سفر افغانستان ته تللی.

د دې سفرونو هدف د وسله‎والو طالبانو او نورو ډلو خلاف د جګړې په ډګر کې بریا یقیني کول او د سولې خبرو ته د طالبانو چمتو کول ګڼل کېږي.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس په دې اړه د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته په یوې ځانګړې مرکه کې وویل:

"موږ یقیناً د افغانستان له حکومته چې هر وخت د طالبانو سره د رسمي یا غیر رسمي خبرو لپاره ټاکي ملاتړ وکړو. موږ به د دې هڅو ملاتړ ته دوام ورکړو. که اړتیا شي، له پوځي لارو او یا له نورو تشویقي لارو به هم کار واخلو، څو طالبان د افغان حکومت سره د سولې د خبر مېز ته کېني."

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس
په کابل کې د امریکا سفیر جان بس

له یوې میاشتې ډېر وخت کېږي چې د امریکا متحده ایالاتو زر تنه نوې سرتېري افغانستان ته استولي دي.

د دوی په ډله کې ۶۰۰ روزونکي او سلاکاران شامل دي چې افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه ورکوي.

د دې سرتېرو په زیاتېدو په افغانستان کې هوايي عملیات هم زیات شوي دي.

جنرال جوزف ډانفورد وايي، غواړي په دې سفر کې د هوايي ځواک د وړتیا او پیاوړتیا بهیر هم له نږدې وګوري او په اړه‌یې له چارواکو واوري.

XS
SM
MD
LG