د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۵

یو شمېر معتادين: حکومت دې تر درملنې وروسته د کار زمینه رابرابره کړي


يو شمېر هغه معتادين چې دا مهال‌يې درملنه کېږي، د خپل اعتیاد یو اساسي لامل بې‎وزلي او بې‎کاري بولي.

دوی وايي، که تر درملنې وروسته د کار زمینه ورته برابره نه‎شي، نو ممکن بیا نشو ته مخه کړي.

۲۷ کلن حکمت‎لله له نږدې یوې میاشتې راهیسې په کابل کې د معتادینو د درملنې په یوه مرکز کې بستري دی.

دی که څه هم د ځان د معتاد کېدو علت خپله بې‌غوري بولي، خو له حکومته غواړي چې تر درملنې وروسته د کار زمینه ورته برابره کړي.

په کابل کې یو روږدی
په کابل کې یو روږدی

نوموړی زیاتوي:

"که ماته يو کوچنی کاري فرصت هم برابر شي، نو زه به لویه لاسته راوړنه ولرم، معتاد ته باید چانس ورکړل شي، ټولنه، خلک او کورنۍ باید معتاد ته چانس ورکړي او مرسته ورسره وکړي چې بیا په نشو اخته نه‎شي. که ما ته کار نه‎وي، دا چانس به پیدا کړم چې له هېواده ووځم."

۳۴ کلن غلام یو بل معتاد دی چې مېرمنې یې د درملنې لپاره د معتادینو مرکز ته راوستی دی.

دی وايي چې له شااوخوا ۱۵ کالو راهیسې نشه کوي او په دې موده کې ده او کورنۍ یې په لوږه او بې‎وزلۍ کې ژوند تېر کړی دی.

غلام زیاتوي:

"غواړم چې نشه پرېږدم او خپلې کورنۍ ته پام وکړم، یو کار پیدا کړم او له دې لارې د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړم، نشو له خپلې کورنۍ او ماشومانو څخه لیرې کړی یم."

د غلام مېرمن چې کوچنی ماشوم‌یې په غېږ کې نیولی وايي چې مېړه‌یې د بې‎کارۍ له امله په نشو اخته شو.

دا وايي، د مېړه پرته بل څوک نه‎لري چې د ماشومانو ساتنه او پالنه‌يې وکړي.

د غلام مېرمن زیاتوي:

"مېړه مې د بستري کېدو لپاره راوستی چې درملنه‌يې وشي او له خپلو ماشومانو سره یوځای شي، د خدای دربار او همدا ځای دی، موږ بل څوک نه‎لرو. بې‎کاره وو، معاش‌یې نه‌درلود، په کور کې به پروت و، د بې‎کارۍ له وجې یې نشو ته مخه کړه."

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت بیا بې‎کاري په عام ډول د افغانانو پر وړاندې یوه لويه ستونزه بولي.

د دې وزارت ویاند محمد حنیف دانشیار وايي چې په هېواد کې د ناامنیو له امله سوداګر او پانګه‎وال دې ته زړه نه ښه کوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او له دې لارې ځوانانو ته د کار فرصتونه برابر کړي، خو په وروستیو کلونو کې حکومت لسګونه معتادو ځوانانو ته تر درملنې وروسته د حرفوي او مسلکي زده‎کړو له لارې کاري زمینه برابره کړې ده.

ښاغلی دانشیار وايي:

"د کار د نشتوالي یو ستر لامل ناامني ده، پانګونه نه‎کېږي، کارخانې نه‌شته، تولید نه‌شته او په عام ډول ځوانان وزګار دي. په وروستیو کلونو کې د معتادينو لپاره حرفوي او مسلکي زده‎کړو مرکزونه جوړ شوي چې معتادين په‎کې روزل کېږي او له دې لارې له يو شمېر خصوصي شرکتونو او دولتي ادارو سره په کار ګومارل شوي دي."

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند محمد حنیف دانشیار
د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند محمد حنیف دانشیار

اوس‌مهال یوازې په کابل کې د «احیای امید» په نوم د معتادینو لپاره د حرفوي او مسلکي زده‎کړو یو مرکز فعالیت کوي چې په هرو شپږو میاشتو کې نږدې ۳۰۰ معتادین په‎کې روزل کېږي.

د دې مرکز رئیس همایون شاه اصیل وايي:

"هغه کسان چې دلته روزل کېږي، تر فارغېدو وروسته پر تصدیق پاڼو سربېره بېرته په روزل شوې برخه کې ټول تجهیزات او وسایل ورکوو چې وروسته ګټه ځینې واخلي او ځان ته ازاد کار پیدا کړي."

تر دې مخکې د عامې روغتیا وزارت د نشه‎‎يي موادو د غوښتنې کمولو ریاست ویلي و چې په ۱۰۰ کې ۷۰ معتادين تر درملنې وروسته بېرته نشو ته مخه کوي.

روغتیا وزارت: ۷۰ سلنه روږدي کسان تر درملنې وروسته بېرته نشې ته مخه کوي

د معتادینو د برخې یو شمېر ډاکتران هم پر دې خبره ټینګار کوي چې معتادينو ته بايد تر درملنې وروسته د کار زمینه برابره شي چې بوخت وساتل شي او بيا نشو ته مخه نه‎کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، اوس‌مهال په هېواد کې څه باندې درې ميلیونه خلک په مستقیم او غیر مستقیم ډول په نشو اخته دي چې یو میلیون‌یې ښځې او نږدې یو لک‌یې ماشومان دي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:01 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG