د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۳

په هرات کې ۲۹۰ تنه معتادین له درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول


په هرات ولايت کې ۲۹۰ معتادين تر ۲۰ ورځنۍ درملنې وروسته بيرته روغ رمټ له خپلو کورنيو او خپلوانو سره يوځای شول.

حسن یو له هغو کسانو څخه دی چې په ایران کې په نشو اخته شوی و.

دی چې اصلاً د میدان وردګو ولايت اوسېدونکی دی وايي چې تر درملنې وروسته‌یې نوی ژوند پیل کړی دی.

حسن: تر ۲۰ ورځو وروسته مې نشه پرېښوده.
حسن: تر ۲۰ ورځو وروسته مې نشه پرېښوده.

حسن وايي:

"زه‌یې د معتادینو د درملنې په کمپ کې بستري کړم او تر ۲۰ ورځو وروسته مې نشه پرېښوده، اوس پوهېږم چې څه ډول ژوند وکړم او څه ډول له خلکو سره چلند وکړم، خو که چېرې بیا نشو ته مخه کړم، نو بیا به په ښار کې تر پلونو لاندې او ښار په کوڅو کې ژوند کوم."

ادم ګل یو بل کس دی چې تر درملنې وروسته‌یې نشه پرېښې ده.

دی وايي چې تر معتاد کېدو مخکې اته کاله د افغانستان په ځانګړو نظامي ځواکونو کې پاتې شوی دی.

دی وايي چې په ایران کې کډوالۍ او په افغانستان کې د مخدره موادو پراخ کښت د دې لامل شو چې دی نشو ته مخه کړي.

ادم ګل: له نشو سخت ستړی شوی یم.
ادم ګل: له نشو سخت ستړی شوی یم.

دی وايي:

"په ایران کې تاریاکو ډېر ارزښت درلود، کله چې افغانستان ته راغلم نو ومې لیدل چې دلته په پراخه کچه د کوکنارو کښت روان دی، زه په ایران کې نه‌یم معتاد شوی، کله چې خپل کور ته راغلم نو معتاد شوم، خو اوس ډېر خوشاله یم چې نشه مې پرېښې، ډېر خوښ یم چې له خپلې کورنۍ سره یوځای کېږم، له نشو ډېر ستړی شوی او ناهیلی شوی وم."

په ورته وخت کې د هرات د عامې روغتیا ریاست وايي چې ډېری معتادين د درملنې لپاره له نورو ولايتونو څخه هرات ته راغلي او د ټرانسپورت ریاست په همکارۍ به بېرته خپلو ولایتونو ته ولېږل شي.

په ورته وخت کې د هرات د عامې روغتیا ریاست د نشه‌يي موادو د غوښتنې کمولو يا کاهش تقاضا د برخې مسؤل زمری حصِین وايي چې د معتادینو د درملنې مرکزونو په همکارۍ هره میاشت له ۱۰۰ تر ۱۵۰ پورې د معتادینو درملنه کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"کمېسیون پرېکړه وکړه چې په ژمي کې له سړې هوا څخه د معتادینو د ژغورنې لپاره دوی راټول کړو او تر دې وروسته به هم د معتادینو راټولولو ته دوام ورکوو، د کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ هره میاشت به له ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ پورې معتادین راټولوو."

د معتادینو د راټولولو او د درملنې لړۍ د معتادينو د کورنيو او خپلوانو له تاوده هرکلي سره مخ شوې ده.

رحیمه چې د یوه معتاد مور ده وايي چې ډېره خوشحاله ده چې د زوی درملنه‌یې شوې او نشه‌یي پرېښې ده.

په هرات کې ګڼ معتادین د نورو ولایتونو دي.
په هرات کې ګڼ معتادین د نورو ولایتونو دي.

نوموړې وايي:

"پلار یې فشار ورباندې راوست چې باید کار وکړي، دوه ورځې په کار پسې وګرځېد، خو کار یې پیدا نه‌کړ، کله چې کور ته راغی پلار یې وواهه، ویل ته بايد کار پیدا کړې، زوی مې بیا شپږ میاشتې ورک شو، پرون چې دلته راغلم نو خپل زوی مې ولیده، ما ته د يوې مور په صفت دا تر ټولو ښه ورځ ده."

د هرات ولایت د نشه‌يي موادو پر وړاندې د مبارزې ریاست وايي چې په دې ولایت کې څه باندې ۶۰ زره معتادين ژوند کوي چې ډېره برخه‌یې په ایران کې په نشو روږدي شوي او بیا ایراني چارواکو هرات ته په زور راشړلي دي.

د دې ادارې رئیس جیلاني دقیق د معتادینو د درملنې او راټولو په اړه خوښي ښيي، خو دی ټینګار کوي چې که چېرې اړوندې ادارې دغو معتادینو ته تر درملنې وروسته کاري فرصتونه برابر نه‌کړي، کېدای شي دا معتادين بېرته نشو ته مخه کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"په افغانستان کې تر درملنې وروسته معتادينو ته کاري شرایط نه‌دي برابر، تفریح او ورزش نه‌کوي، ځکه نو د دوی یوه فیصدي يې بيرته نشو ته مخه کوي چې دا کار د اندېښنې وړ دی."

دقیق: معتادینو ته تر درملنې وروسته باید کار پیدا شي.
دقیق: معتادینو ته تر درملنې وروسته باید کار پیدا شي.

د معتادینو د راټولولو کمېسیون وايي چې د ۲۰ ورځنۍ درملنې وروسته به دا معتادین څارل کېږي او له رواني پلوه به‌يې هم درملنه کېږي.

اوس‌مهال په هرات کې دوه روغتونونه او څلور کلینیکونه فعال دي چې په یوه دوره کې د ۳۵۰ معتادینو د درملنې ظرفیت لري، خو د دې ولایت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې رئیس جیلاني دقیق دا مراکز د معتادینو د درملنې لپاره کافي نه‌بولي.

راپور: شاه‌پور صابر

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:47 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG